VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
افتخار چوهدري پځايې کړل شو، اوږد لاريون ختم

16/03/2009

Pakistan's deposed Chief Justice Iftikhar Mohammed Chaudhry, center, is greeted by lawyers after the government announced to reinstate him at his residence in Islamabad, Pakistan, 16 Mar 2009
دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني نن دګل په سحر قام ته پخپله وينا کې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف لخوا دسترې محکمې دګوښه کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري اؤ نورو قاضيانو دبيرته پځايې کولو اعلان وکړو چې له دې وروسته په دغه هيواد کې پيل شوى اوږد لاريون ختم شوى دى.

دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني نن دګل په سحر قام ته پخپله وينا کې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف لخوا دسترې محکمې دګوښه کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري  اؤ نورو قاضيانو دبيرته پځايې کولو اعلان وکړو چې له دې وروسته په دغه هيواد کې پيل شوى اوږد لاريون ختم شوى دى.

 په ١٢م مارچ دپاکستان دوکيلانو غورځنګ ، مسلم ليګ(ن)، جماعت اسلامي ، تحريک انصاف اؤ دمدني ټولنې غړو دعدليې دپځايې کولو دپاره دکوئټې اؤ کراچۍ څخه  اوږد لاريون پيل کړى ؤ اؤ ټاکل شوې وه په ١٦م مارچ به دګرد هيواد څخه وکيلان ، سياسي فعالين اؤ دمدني ټولنې غړي پلازمينې اسلام اباد ته ځانونه رسوي اؤ هلته به دپارلمان مخې ته دنامعلومې مودې پورې پرلتونه ماتوي.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري چې په وا ک کې دراتللو څخه دمخه يې دګوښه کړل شوؤ قاضيانو دبيرته پځايې کولو ژمنه کړې وه دمخالفو ګوندونو اؤ وکيلانو دپرله پسې غوښتنو باوجود چمتو نۀ ؤ چې ګوښه کړل شوى مشر قاضي افتخار محمدچوهدري بيرته پځايې کړي خوداوږد لاريون دپيل کيدلو سره سم دامريکا په ګډون دنړۍ ديو شمير هيوادونو اؤ دپاکستان دپوځ په فشار پرون نوموړي دصدراعظم يوسف رضا ګيلاني اؤ دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره دليدنو په مهال دلرې کړل شوؤ قاضيانو بيرته پځايې کولو ته غاړه کيښوده.
قام ته پخپله وينا کې  صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وويل هغه دټولو لرې کړل شوؤ قاضيانو دبيرته پځايې کولو اعلان کوي خو مشر قاضي افتخار محمد چوهدري به  په ٢١م مارچ پخپله څوکۍ کښينولى شي.
دهغه وينا وه حکومت تر اوسه ښاغلى چوهدري نۀ پځايې کولو چې عبدالحميد ډوګر دسترې محکمې مشر قاضي ؤ اؤ اوس چې هغه په ٢١م مارچ ريټائر کيږي نو افتخار چوهدري به بيرته دسترې محکمې مشر قاضي وي.
صدراعظم په دغه مهال دوکيلانو اؤ مدني ټولنې دغړو لخوا دقانون دواکمنۍ اؤ دائين دسرلوړۍ دپاره مبارزه وستائيله اؤ وې ويل دپيپلز ګوند وژل شوې مشر بې نظير بوټو دعدليې دازادۍ ژمنه کړې وه خو دځينې تاکتيکي خنډانو په وجه دهغوي بيرته پځايې کولو کې خنډان ؤ.
هغۀ  پخپله وينا کې دمخالفو ګوندونو مشرانو ته دسياسي چارو په سوله ييزه توګه دهوارولو دپاره دخبرو اترو بلنه هم ورکړه اؤ دلويې لاريون دمخنيوي دپاره  دپځايې کړل شوې دفعه ١٤٤ دختمولو امر يې وکړو.
صدراعظم په ډاګه کړه چې دسترې محکمې لخوا دمسلم ليګ(ن) دمشرانو نواز شريف اؤ شهباز شريف دنۀ وړتيا په پريکړه دبيا نظر کولو دپاره به حکومت پخپله سترې محکمې ته مراجعه کوي.
دصدراعظم ددغه وينا څخه وروسته دلاهور څخه داوږد لاريون په مشرۍ اسلام اباد ته روان شوي دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف  په ګجرانواله کې دلاريون برخه والو ته وينا وکړه اؤ دحکومت داعلان ستائيلو په ترڅ کې يې وويل نورې ستونزې هم دډيموکراسۍ دتړون په اساس هواريدلى شي.
په دغه مهال ښاغلي شريف اؤ دوکيلانو دغورځنګ مشر اعتزاز احسن داوږد لاريون برخه والو ته په سوله ييزه توګه خپلو کورونو ته دبيرته ستنيدلو وينا هم وکړه.
وروسته دپځايې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري وياند اطهر من الله ميډيا سره په خبرو کې وويل وکيلان هيله لري چې دقاضيانو دپځايې کولو پريکړه به په ښۀ نيت شوي وي اؤ قام به بيا دکوم ازميښت سره مخ نۀ کړل شي.
دقاضيانو دپځايې کولو داعلان څخه وروسته په ټول هيواد کې وکيلانو اؤ دمدني ټولنې غړو دخوشحالۍ اتڼونه جوړ کړل اؤ شيريني يې وويشله.
سياسي څيړونکي دچوهدري افتخار دبيا پځايې   کولو هرکلى کوي خو وايي ترڅو چې ددغه پريکړې  جزئيات مخې ته نۀ وي راغلي اؤ عملي جامه نۀ وي وراغستل شوي تر هغې دعدليې دکړکيچ دختميدلو په هکله په باور سره هيڅ نۀ شي ويل کيدلى.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
مائيکل مولن : دپاکستان کړکيچ په پوځي مداخله نۀ شي هواريدلى
سياسي مشران اؤ وکيلان دزرداري په پريکړو بې باوره دي
لاهور : دپوليسو اؤ مظاهره چيانو ترمينځ نښتې
 
  مهم خبر
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي