 |
دپاکستان مرکزي حکومت دمسلم
ليگ(ن)دمشرانوميانوازشريف اؤميا شهبازشريف دنۀ وړتيادپريکړې په هکله سترې
محکمې ته پخپله پريکړه دبيا نظراچونې خواست کړى دى
|
دپاکستان مرکزي حکومت دمسلم ليگ(ن)دمشرانوميانوازشريف اؤميا شهبازشريف دنۀ وړتيادپريکړې په هکله سترې محکمې ته پخپله پريکړه دبيا نظراچونې خواست کړى دى.
دپاکستان سترې محکمې دټولټاکنولپاره دمسلم ليگ دواړه مشران تيره مياشت په ٢٥مه فرورۍ پخپله يوه پريکړه کې وړنۀ وؤگرځولي چې لۀ دې وروسته دمياشهبازشريف په مشرۍ پنجاب ايالت کې دمسلم ليگ حکومت ختم اؤدغلته گورنرراج پځايې کړل شو.
مسلم ليگي مشرانو تور لگولى ؤ چې سترې محکمې دغه پريکړه دجمهوررئيس اصف علي زرداري په خوښه کړې ده
په ١٦م مارچ دوکيلانو اؤ مخالفو سياسي گوندونو لخوا دعدليې دبيرته پځايې کولو دپاره دويستل شوي اوږد لاريون دبدو اغيزو څخه دځان ساتنې په خاطر جمهوررئيس اصف علي زرداري پريکړه کړې وه چې نۀ يواځې دپرويز مشرف دواکمنۍ په دوره کې لرې کړل شوي ټول قاضيان به بيرته پځايې کوي بلکې دشريف ورورولۍ په هکله دسترې محکمې دنۀ وړتيا دپريکړې په اړوند به مرکز پخپله سترې محکمې ته په دغه پريکړه دبيا نظر اچونې خواست کوي.
سرچينې وايي دپاکستان مرکزي حکومت دسترې محکمې لخوا دشريف ورورولۍ په اړوند ورکړل شوې لنډه پريکړه باندې دبيا نظر اچونې دپاره سترې محکمې ته ٤ خواستونه کړي دي.
دغه خواستونه نن دکشر څارنوال لخوا ستره محکمه کې جمع کړل شوي دي.
سرچينې وايي دخواستونو کولو څخه دمخه لويې څارنوال لطيف کهوسه دجمهوررئيس اصف علي زرداري سره وليدل اؤ ورسره يې دميانواز شريف اؤ شهباز شريف دنۀ وړتيا دپريکړې په هکله دبيا نظراچونې په خواست مشوره وکړه.