VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
قامي اسمبلۍ : سوات کې دشرعي نظام عدل منظور قانون کړو

13/04/2009

[insert caption here]
دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دامن د تامين لپاره دشرعي نظام عدل  قانون ٢٠٠٩ء دگل په ورځ قامي اسمبلۍ منظوري ورکړى.
 
دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دامن د تامين لپاره دشرعي نظام عدل  قانون ٢٠٠٩ء دگل په ورځ قامي اسمبلۍ منظوري ورکړى.
دصدراعظم يوسف رضا گيلاني وينا ده قامي اسمبلۍ ته ددغه قانون دوړاندې  کولو څخه دمخه دعوامي نيشنل گوند اسفنديارولي خان اؤ دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره صلاح مشوره شوې ده.
 خو ددغه قانون اسمبلۍ ته دوړاندې کولو په ضد عوامي نيشنل گوند سخت احتجاج کړى دى اؤ وايي حکومت په دې لړ کې داى اين پي باور نۀ دى ترلاسه کړى.
سوات کې دشرعي نظام عدل دپځايې کولو  قانون دپارلماني چارو وزيربابراعوان اسمبلۍ ته وړاندې کړو.
صدراعظم يوسف رضا گيلاني په دغه مهال ايوان ته وويل  پارلمان ته دقانون وړاندې کولو څخه مخکې داسفنديارولي اؤ مولانا فضل الرحمان باور ترلاسه کړل شوى دى.
دهغه وينا وه اسفنديارولي خان ويلي وؤ دغه قانون بايد په سم دستي ډول پارلمان ته راوړل شي.
يوسف رضا گيلاني وويل په سوات کې دامن تړون يواځې جمهوررئيس عملي کولى شي.
صدراعظم وويل ددغه قانون دمنظورولو هوډ لري اؤ قامي اسمبلۍ ته ددې دوړاندې کولو موخه درايو اتفاق ترلاسه کول دي.
يوسف رضا گيلاني ومنله چې په سوات کې دعوامي نيشنل گوند حکومت دسيمه ييزو خلکو سره دامن تړون دمرکزي حکومت په خوښه کړى دى.
دصدراعظم ددغه وينا باوجود چې اسمبلۍ ته دشرعي نظام عدل دقانون وړاندې کولو څخه مخکې دعوامي نيشنل گوند اسفنديارولي خان سره صلاح مصلحت شوى ؤ
عوامي نيشنل گوند دريځ لري چې بايد په دغه تړون يا قانون جمهوررئيس اصف علي زراري پرته له کوم لم ليټ څخه لاسليک وکړي.
عوامي نيشنل گوند دا نظر هم لري چې دوفاق اؤ صوبو دانتظام لاندې قبائيلي سيمو کې دقانون جوړولو واک پارلمان نۀ بلکې جمهوررئيس لري.دپاکستان  قامي اسمبلۍ سوات کې دترسره شوي امن تړون منظوري ورکړي  له هغې وروستو به جمهوررئيس اصف علي زرداري په دغه تړون لاسليک کوي


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
گيلاني : سوات امن تړون په هکله به پارلمان پریکړه کوي
 
  مهم خبر
باراک اوبامه هند سره د تعلقاتونورژورولوغږ کړې دی

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي