 |
| دپاکستان دوهم لويې سياسي گوندمسلم ليگ (ن) په
مرکزي حکومت کې دگډون نۀ کولو پريکړه کړې اؤ دحکومت څخه يې غوښتي دي چې
پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دی عدالت ته راکاږي |
دپاکستان دوهم لويې سياسي گوندمسلم ليگ (ن) په مرکزي حکومت کې دگډون نۀ کولو پريکړه کړې اؤ دحکومت څخه يې غوښتي دي چې پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دی عدالت ته راکاږي.
دا خبره دمسلم ليگ(ن) دمرکزي شورا دغونډې څخه وروسته د مسلم ليگ (ن) مشر اؤ پخواني صدراعظم ميا نواز شريف يو مطبوعاتي کانفرنس ته کړی ده.
دپنجاب وزيراعلي ميا شهباز شريف دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدلي اؤ هغه يې په حکومت کې دخپل گوند دنۀ ورگډيدلو دپريکړې څخه خبر کړى دى.
ښاغلي شریف د وينا په مهال وويل غونډه کې ديو قرارداد دلارې دبلوچستان په وضعيت انديښنه وښودل شوه اؤ دبلوڅ سياسي مشرانو دوژنې غندنه وکړل شوه.
دغونډې غوښتنه وه چې دبلوچستان دستونزو دهواري دپاره دې دلويې کچ يو واکمن کميسيون وټاکل شي اؤ دټولو پيښوپلټنې دې دسترې محکمې دلارې وکړل شي.
دنواز شريف وينا وه دبلوڅ اولس په زخمونو دپهې ايښودلو دپاره ضروري ده چې پخوانى جمهوررئيس پرويز مشرف دانصاف محکمې ته راکش کړل شي.
دقرارداد له مخې داکبر بگټي په وژنه پرويز مشرف دبلوچستان وضعيت خراب کړى دى.
قرارداد کې غوښتنه وشوه چې دبلوچستان شمالي سيمو اؤ قبائيلي سيمو ستونزې دې دجمهوري لارې هوارې کړل شي.
ميا نواز شريف وويل هر کله چې ډيموکراسي پياوړې وي نو ترهه گري اؤ تندلاريتوب وجود نۀ شي موندلى.
دهغه په وينا دغه هر څه دامريت زيږنده وي اؤ په امريت کې وده مومي.
پخواني صدراعظم وويل مرکزي شورا دبلوچستان اؤ سرحد دمشرانو سره دخبرو اترو کولو دپاره يوه کميټه هم وټاکله.
ميا نواز شريف وويل حکومت دې دډيموکراسۍ تړون ټکى په ټکى عملي ،١٧م ائيني ترميم دې ختم اؤ د١٩٧٣ء اساسي قانون دې پځايې کړي.
نواز شريف زياته کړه دهغه گوند به دستونزو دهواري دپاره دحکومت کلک ملاتړ کوي ځکه چې يو گوند هيواد دستونزو ددلدل څخه نۀ شي ويستلى خو په حکومت کې به نۀ ورگډيږي.
Keywords: Pakistan, Muslim, government, nawaz, sharif, cabinet