 |
دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر
ميا نواز شريف وايي ځايې طالبان دسوات څخه وروستو دهيواد په نورو برخو هم
قبضه کول غواړي چې دانديښنې خبره ده.
|
دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف وايي ځايې طالبان دسوات څخه وروستو دهيواد په نورو برخو هم قبضه کول غواړي چې دانديښنې خبره ده.
يوې امريکايي ورځپاڼې يو ايس اى ټوډى سره په مرکه کې ښاغلي شريف وويل دپاکستان په خاوره دامريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو په ضد دى ځکه چې ددغو بريدونو له امله تندلاريتوب وده مومي.
نوموړي وويل داړي گړي دله مينځه وړلو لپاره دې منځلارو طالبانو سره خبرې وشي اؤ کۀ چرې هغوي ډيموکراسۍ ته زيان نۀ رسوي نو بيا ورسره دامن په تړونونو کوم اعتراض نۀ لري.
دښاغلي شريف وينا وه دجمهوررئيس اصف علي زرداري په مشرۍ دواکمن ائتلاف سره په گډه کارکول غواړو چې دغه شان هيواد يو ځل بيا دډيموکراسۍ ليکې ته سم اؤ جمهوري ادارې پياوړې شي.
نواز شريف وويل تندلاري په هيواد کې دخپلې خوښې شريعت راوستل غواړي.
هغۀ وويل دپاکستان په قبائيلي سيمو دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا کيدونکې ميزائيلي بريدونه دامن هڅو ته زيان رسوي.
نواز شريف وويل دمناسب معاشي اؤ پرمختيايي امداد ترلاسه کيدلو سره سوات څخه تندلاريتوب په دوؤ مياشتو کې ختميدلى شي.
Keywords: Pakistan, nawaz, Taliban, militants, swat, deal