VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
مائيکل جيکسن جنازی مراسم د نهې په ورځ ترسره کېږي 

03/07/2009

Micheal Jackson reporting to court
د پاپ موسيقۍ نامتو ستورى مائيکل جيکسن  د جنازې مراسم به  د امریکا  لاس اینجلېس ښار کې د نهې په ورځ تر سره کېږي
د پاپ موسيقۍ نامتو ستورى مائيکل جيکسن  د جنازې مراسم به  د امریکا  لاس اینجلېس ښار کې د نهې په ورځ تر سره کېږي.
داسې تمه کېږي چې په دغه مراسمو کې به د مائیکل جیکسن مینه وال گرده نړۍ نه برخه اخلي.

٥٠ کلن مائيکل جيکسن د تیر زيارت په ماسپښين دزړۀ دوره راغله چې له دې وروسته هغه دکيلي فورنيا روغتون ته په بيړنۍ توگه ورسول شو خو هغه دغلته ساه ورکړه.
دجيکسن دمړينې له امله په ټوله نړۍ کې دهغه په لکونو مينه وال دسخت خفگان او خواشينۍ سره مخ دي.
دموسيقۍ ددنيا بې تاجه بادشاه مائيکل جيکسن په ٢٩ اگست ١٩٥٨ء کې دامريکا په انډيانا رياست کې زيږيدلى ؤ
  هغه  د١١ؤ کالو په عمر کې دخپلو٤ؤ وروڼو سره په گډه  دجيکسن پينځه په هنري ډله کې کار پيل کړى ؤ.
 او په کال  ١٩٧٠ء کې ځانله گانې ويل پيل کړل ، چې دغه شان هغه  په ټوله نړۍ کې ځانله يو نوم پيدا کړو او زيات بريالى وگرځيدو.
په کال ١٩٧٩ء کې يې د اف دي وال په نوم يو البم مخې ته راغلى  چې دموسيقۍ مينه والو زيات خوښ کړو او ددغه البم يو کروړ او لس لکه کاپيانې خرڅ شوې.
مائيکل جيکسن له دې وروستو نۀ يواځې په امريکا بلکې ټوله نړۍ کې ځانله يو نوم پيدا کړو.
په ١٩٨٢ کې دهغه دالبم تهريلر زيات شهرت وموندلو او له دې وروستو هغه ته دپاپ پاچا يا کنگ اف دي پاپ خطاب ورکړل شو.
دمائيکل جيکسن غږ به نۀ يواځې دپاپ موسيقۍ اوريدونکي په گډا مجبورول بلکې دهغه رقص به هغه ليدونکي پخپل جادو کې گيرول او هغوي ته به يې يوه عجيبه خوشحالي بخښله.
هغه خپل ورور مائيکل جيکسن ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې
دجيکسن ملگري وايي هغه نۀ يواځې يو غوره سندرغاړى ؤ بلکې يو ښۀ انسان هم ؤ.
مشهورې سندرغاړې ميډونا او بروک شيلډ دمائيکل جيکسن په مړينه دخواشينۍ څرگندولو په ترڅ کې ويلي دي دجيکسن دمړينې له امله دموسيقۍ په نړۍ کې يو واټن پيدا شو. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
باراک اوبامه هند سره د تعلقاتونورژورولوغږ کړې دی

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي