VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
شمالي وزيرستان : بمبارۍ کې درې طالبان وژل شوي

05/07/2009

F-16
پاکستان پوځ د عملیاتو په اړه کوم خبر نه دی ورکړی.
د افغانستان سره په پوله پرتې د شمالي وزيرستان ايجنسۍ په ديگان او محمد خيل سيمو کې  دجيټ الوتکو په بمبارۍ کې درې طالبان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي.
پاکستان پوځ د عملیاتو په اړه کوم خبر نه دی ورکړی. سرچينې وايي امنيتي ځواکونو په سيمه کې دتندلارو په ضد ځمکني او هوايي عمليات دوامدار ساتلي دي.
دپاکستان پوځ څو کرته سپيناوى کړى چې په وزيرستان کې دطالبانو په ضد کوم پوځي عمليات نۀ کيږي.
اوړمه ورځ هم دالوتکو له لارې په سيمه کې خلکو ته رقعې غورځول شوې وې چې پوځ دلته عمليات نۀ کوي او دغه رقم گنگوسې يواځې دبې ثباتۍ او تاؤتريخوالي لپاره دځينو شرخوښو لخواخورولى شي.
خو پاکستاني او نړيواله ميډيا روزانه دغه سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په نښتو کې دمرگ ژوبلې په هکله راپورونه ورکوي.
په شمالي وزيرستان کې تيره اوونۍ ځايې تندروه کمانډرانو حافظ گل بهادر او صديق نور وروسته له هغې حکومت سره يونيم کال دمخه دترسره شوي امن تړون دماتولو اعلان وکړو چې پوځ دغلته وچه بي بي سيمه کې دتندلارو په سنگرونو  دهوا څخه گولۍ وورولې.
خو حکومت ويلي وؤ چې دغه لوظنامه دحافظ گل بهادر يا صديق نور سره نۀ بلکې داتمانزو قبيلې سره ترسره شوې ده.
همدغه راز په مومند ايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات کړي دي چې پکې ددوؤ تندروه کمانډرانو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي  
بل لوري ته  دکرمې ايجنسۍ په بالش خيل سيمه کې متحاربو ډلو دپوليټيکل انتظاميې په موجودگۍ کې  ديو بل سره په نښتو کې دوژل شوؤ اتوؤ کسانو مړي خپلو خپلوانو  ته سپارلي دي.
بايد وويل شي په کرمه ايجنسۍ کې ددواړو وسله والو ډلو ترمينځ ډزبندي شوې ده او ددغه ډزبندۍ څخه راپديخوا يو لوري هم مقاومت نۀ دى ښودلى.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي