VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
چين : مظاهرو کې ١٤٠ کسان وژل شوي،٨٠٠ژوبل دې

06/07/2009

china xinjiang map curious 150h.jpg
د چین سنگ کیانگ صوبې نه راغلې رپورټونه وايي  د مسلمانانو او هان چینانو تر منځ نښتو کې ١۴٠ تنان وژل شوي او ٨٢٨ زخمیان سوې دي

په چين کې دمسلمانانو ديوې قبيلې اؤ چيني مزدورانو ترمينځ دجگړې پلټنو لپاره کيدونکى احتجاج  دقهره  په ډکو مظاهرو بدل  شوى دى او په نښتو کې تراوسه ١٤٠ کسان وژل شوياو٨٠٠ نور ژوبل دي.

 سرکاري ميډيا ددغو جگړو پړه په مسلمانه قبيله اچولې ده. د چین سرکاري شن هووا خبرې ادارې په اړي گړي کې ١۴٠ تنانو د وژل کیدو او د ٨٢٨ خلکو د زخمې کیدو رپورټ خپور کړی دی.

تيره مياشت دختيز چين په ښار اورموچي کې ديوې فابريکې دننه دکارکولو په مهال داويي غور قبيلې دمسلمانانو او چيني هان قبيلې دمزدورانو ترمينځ نښته شوې وه چې پکې دوه کسان وژل شوي او گڼ نور ژوبل شوي وؤ.

اوس داويي غور مسلمانان غوښتنه لري چې په دغه فابريکه کې دترسره شوؤ نښتو پلټنې دې وکړل شي.

دميډيا او عيني شاهدانو له مخې  داتوار په ورځ  مظاهرين  سړکونو ته راووتل ، گڼو گاډو ته يې اورونه واچولپه کورونو يې  بريدونه وکړل  او دپوليسو سره يې هم سختې نښتې وشوې.

 سرچينې وايي داړي گړي دغه پيښې هاغه مهال پيل شوې چې پوليسو په امن ناکه احتجاج کوونکو تشدد وکړو.

پوليسو په اړي گړي کې ککړ په سلگونو کسان نيولي دي.

په سنک يانگ صوبه چين سخت کنټرول لري او وايي اويي غور کې شامل ځينې بيلتون خوښي داړي گړي دلارې دختيز ترکستان په نوم يو خپلواکه هيواد جوړول غواړي.

خو داويي غور کارمندان وايي دچين حکومت دمبالغې څخه په کار اخستو غواړي چې په مسلمانه ابادۍ خپل مذهبي او کلتوري واک ټينگولو دپاره دليل ترلاسه کړي.

 

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي