VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پوځ واي سوات او بونير کې ١٤ جنگيالي وژل شوي دي

06/07/2009

Pakistan, Afghanistan, Swat alley
پوځ وايي سوات عملیاتو کې ١۴ طالبان وژل شوې دي
Taliban
د سوات د طالبانو یو عکس

دپاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د پاکستان په صوبه سرحد سوات او بونير سيمو کې يې ١٤ جنگيالي وژلي او طالبانو سره په نښتو کې ٤ عسکر هم ژوبل شوي دي.

دپوځ له مخې په تهاڼه سيمه کې امنيتي ځواکونو دلټونې عمليات ترسره کول چې په دغه مهال دچاؤدنې له امله ١ عسکر ژوبل شو.

دسوات په ټيليگرام سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو ځالې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او دغلته په نښته کې ١٤ جنگيالي وژل شوي دي.

 پوځ وايي  دصوبه سرحد د بره دير پهساراتي شيرنگل سيمه کې  يو بم چې په عام گاډي چاؤديدلى له امله يې يو ماشوم مړ شوى او ١٠ کسان نور ژوبل شوي دي.

په بونير سيمه کې تندلارو په جاني خيل قلعه په مارټرو او وړو وسلو سره بريد وکړوچې له امله يې دوه عسکر ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ دغه ادعا په داسې حال کې کړې ده چې  پرون داتوار په ورځ هم تندلارو سره په نښتو کې د٣ؤ پوځيانو دوژنې خبر پوځ مطبوعاتو ته ورکړى ؤ.

حکومتي چارواکو له دې وړاندې څو کرته داسې ادعاوې کړي دي چې دسوات سره پيوست بونير سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې ده خو اوس هم په بونير کې دتندلارو لخوا زياتره وخت په پوځيانو بريدونه کيږي.

دپاکستان حکومت دپوځي عملياتو له امله بې کوره شوؤ خلکو ته بيا بيا ويلي دي چې دتندلارو څخه پاک کړل شوؤ سيمو ته بيرته ستنيدلى شي.

خو دملگرو ملتونو په گډون يو شمير نړيوالو سازمانونو په دغو سيمو کې دامنيت په وضعه انديښنې څرگندې کړي او وايي چې کۀ کډوال دبدامنۍ په حالت کې خپلو سيمو ته ستانۀ شي نو دنورو سختو گواښونو سره به مخ شي.

 

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی
د امریکې پوځي مرکز کې د ډزوله امله لږترلږه 13تنان وژل شوې دي
څیړونکي کتنه کوي چې ایا امریکا به افغانستان ته نورعسکر لیږي او که نه
جنوبي وزیرستان: پوځ ٢٤ طالبانو د وژلو او مکين ته ننوتلو ادعا کوي
کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي
ملگري ملتونه:  جنوبي وزيرستان کې دعامو خلکو په امنيت انديښمن دي
پاک پوځ : عملياتو کې ٢٨ جنگيالي او پنځه پوځيان وژل شوي
ډاکټرعبدالله: د حامد کرزی انتخاب غیرقانونی دی
جنوبي وزيرستان: پوځ وایي د طالبانو مظبوط ځاي لدها کې ٣٠ جنگیالي وژلي
باجوړ : تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي
افغانستان : دافغان عسکر په ډزو پنځه برتانوي عسکر وژل شوي