 |
پوځ وايي سوات عملیاتو کې ١۴ طالبان وژل شوې دي
|
 |
د سوات د طالبانو یو عکس
|
دپاکستان پوځ
ادعا کړې ده چې د پاکستان په صوبه سرحد سوات
او بونير سيمو کې يې ١٤ جنگيالي وژلي او طالبانو سره په نښتو کې ٤ عسکر هم ژوبل
شوي دي.
دپوځ له
مخې په تهاڼه سيمه کې امنيتي ځواکونو دلټونې عمليات ترسره کول چې په دغه مهال دچاؤدنې
له امله ١ عسکر ژوبل شو.
دسوات په
ټيليگرام سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو ځالې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او
دغلته په نښته کې ١٤ جنگيالي وژل شوي دي.
پوځ وايي دصوبه سرحد د بره دير پهساراتي شيرنگل سيمه کې يو بم چې په عام گاډي چاؤديدلى له امله يې يو
ماشوم مړ شوى او ١٠ کسان نور ژوبل شوي دي.
په بونير
سيمه کې تندلارو په جاني خيل قلعه په مارټرو او وړو وسلو سره بريد وکړوچې له امله يې دوه عسکر ژوبل شوي دي.
دپاکستان
پوځ دغه ادعا په داسې حال کې کړې ده چې پرون داتوار په ورځ هم تندلارو سره په نښتو کې
د٣ؤ پوځيانو دوژنې خبر پوځ مطبوعاتو ته ورکړى ؤ.
حکومتي
چارواکو له دې وړاندې څو کرته داسې ادعاوې کړي دي چې دسوات سره پيوست بونير سيمه
يې دتندلارو څخه پاکه کړې ده خو اوس هم په بونير کې دتندلارو لخوا زياتره وخت په
پوځيانو بريدونه کيږي.
دپاکستان حکومت
دپوځي عملياتو له امله بې کوره شوؤ خلکو ته بيا بيا ويلي دي چې دتندلارو څخه پاک
کړل شوؤ سيمو ته بيرته ستنيدلى شي.
خو دملگرو
ملتونو په گډون يو شمير نړيوالو سازمانونو په دغو سيمو کې دامنيت په وضعه انديښنې
څرگندې کړي او وايي چې کۀ کډوال دبدامنۍ په حالت کې خپلو سيمو ته ستانۀ شي نو
دنورو سختو گواښونو سره به مخ شي.