VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
حکومت د ملاکنډ ډویژن د ترقۍ لپاره منصوبه تیاره کړېی ده

06/07/2009

Pakistani soldiers man mortar position near the Shangla Pass overlooking Swat valley
د سوات بیا ودانۍ لپاره حکومت پلان اعلان کړی دی. زوړ عکس کې پوځیان سوات کې پرځاې لیدل کیږي

دپاکستان د صوبه سرحد حکومت  د ٢٨ اربو روپو منصوبه تیاره کړې ده چې ملاکنډ ډویژن کې د تند لارو او جگړوپه وجه تباه شوي سکولونه، هسپتالونه، سړکونه، کاروبارونه او باغونه بیا د اولس د ژوند لپاره ودان کړي.

د منصوبې تر مخه، سیمه کې د بې امنۍ او جگړو له امله د نفسیاتې ناروغو سره مخ ښځو او ماشومانو د خېر ښېگړې لپاره ووه مرکزونه به هم جوړیږي. په سیمه کې د تندلاریتوب له امله هسپتالونواو د صحت مرکزونو ته د یو ارب او ١٥ کروړ روپو زیان رسیدلی دی.

دا رنگ ملاکنډ ډویژن کې ٢٨ د هلکانو او ١١٢ د جینکو سکولونه په مکمله توگه تباه کړی شوې دي او ٢٣٠ نورو سکولونه ته په جزوي توگه زیان رسولی شوی دی. د زدکړې مرکزنوته د اندازې تر مخه ووه نیم اربه روپۍ نقصان رسیدلی دی.

ځاې طالبانو به په ملاکنډ ډویژن کې دخپلې خوښې د شریعت ترلاندې د جینکو او هلکانو سکولونه په بمونو تباه کول او د ښځود تعلېم خلاف وو.

   سوات د خونده ورو میوو او سبزو د پیداوار لپاره مشهوره سیمه ده. د صوباي حکومت د منصوبې تر مخه دغه مد ته د ١٨ اربو روپو نقصان رسیدل دی.

د منصوبې تر مخه په بمونو الوزولې شوي سړکونه، پولونه، کارخانې او کاروبارونه به هم بیا جوړول کیږي.

 

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
پوځی ادعا : د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٧ جنگيالي وژلي دي

  نور رپو ټونه
اوباما او نړیوالو مشرانو پخوانی پوځیان ستایلي
گيلاني : دورانکارۍ پيښې دترهګرو پر ضد دروانو عملياتو غبرګون دى
مومندايجنسۍ :نښتو کې لس جنگيالي او دوه عسکر وژل شوي دي
پيښور:د بدامنۍ له امله کاروبارونه خراب , اولس پريشانه
اوباما:  يو مذهب هم دبې گناه انسانانو دوژنې اجازه نۀ ورکوي
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی