VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
جنوبي وزيرستان : دجاسوسي الوتکو بريد کې ١٤ جنگيالي وژل شوي دي

07/07/2009

[insert caption here]
جنوبې وزیرستان کې د بې پائلټه جهاز حمله کې ١۴ شک من جنگیالې وژل شوې دي.

يوې شکمنې امريکايي جاسوسي الوتکې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ځاله بريد کړى چې پکې ١۴ تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

 دغه بريد دجنوبي وزيرستان په ځانگړه کلي کې دطالبانو په يوه ځاله ترسره شوى دى.

دغه کلى دبيت الله محسود پلرنۍ سيمې مکين ته نزدې دی.

يو استخباراتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وويل  په وژل شوؤ کې د٤ؤ څخه ٥ؤ پورې بهرنيان هم شامل دي خو دغه چارواکي دهغوي دپيژندگلو په هکله نور معلومات ورنۀ کړل.

 دسيمې يو اوسيدونکي جان محمد محسود ويلي دي  دغه بريد په جنوبيوزيرستان کې دبيت الله محسود په يوه مهمه ځاله ترسره شوى چې پکې ١٤ تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

په جنوبي وزيرستان کې دجاسوسي الوتکو لخوا دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې پاکستاني پوځيان هم په دغه سيمه کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ضد پهقلاره قلاره دعملياتو تيارۍ کوي ، دالوتکو څخه  دمحسود په ځالو بمبارۍ کوي او دهغه سيمې ته تلونکې ټولې لارې يې تړلي دي.

دکال ٢٠٠٨م داگست دمياشتې څخه تراوسه امريکايي جاسوسي الوتکو دپاکستان په خاوره له ٤٠ؤ څخه زيات دغه رقم بريدونه ترسره کړي چې پکې دځينو طالب جنگيالو په گډون شاوخوا ٤٠٠ کسان وژل شوي دي او دجاسوسي الوتکو لخوا په جنوبي وزيرستان کې دطالب مشر بيت الله محسود په ضد په دوؤ اوونيو کې ٤م بريد ؤ.

بيت الله محسود دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکو ځانمرگي بريدونو  او په کال ٢٠٠٧ء م کې دپاکستان دپخوانۍ صدراعظم بې نظير بوټو په وژنه کې ککړ بللى شي.

امريکادبيت الله محسود دوژنې، نيونې يا دهغه دځالې په نخښه  کولو کې دقيق معلومات ورکوونکو لپاره د٥ؤ ملين ډالرو او دپاکستان حکومت تيره مياشت دهغه په سر د٥ؤ کروړو روپو اعلان کړى دى.

کۀ هر څو دپاکستان زياتره وگړي او حکومت دغه رقم بريدونه دخپلې خپلواکۍ په ضد بولي خو څيړونکي باور لري چې داسلام اباد حکومت ددغو بريدونو نۀ يواځې په پټه توگه اجازه ورکړې ده بلکې دپاکستان استخباراتي ادارې دجنگيالو دځالو په نخښه کولو کېامريکا سره دمعلوماتو راکړه ورکړه هم کوي.

 

 

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي