VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
رپورټ: بیت الله محسود ځانمرگې بریدونو لپاره ماشومان خرڅو وي

07/07/2009

[insert caption here]
[په عکس کې یو تن لیدل کیږي چې ځانمرگې برید لپاره ېې ځان تیار کړی دی

پاکستان کې عسکرې چارواکې وايی د پاکستانې طالبانو مشر بیت الله محسود د ځانمرگې بریدونو لپاره واړره ماشومان تربیه کوي او بیا يي  د ٦ نه تر ١٢ زره ډالروپه نوروطالب مشرانو خرڅوي.

د امریکې سې این این ټېلي خپل یو رپورټ کې  د پاکستان د پوځ ترجمان میجر جنرل اطهر عباس د خولې ویلې دې چې بیت الله محسود خپله دا منلې ده چې هغه داسې یو مرکز چلوي چرته چې واړه هلکان د ځانمرگې بمې  بریونو لپاره تربیه کیږي.

چارواکې وايي بیت الله محسود تربیه کړی شوي ماشومان د حملو لپاره په نورو طالب مشرانو خرڅوي چې بیعه يي د شپږ زره ډالره نه واخلې تر دولس زره ډالرو پورې وي. د ځنو ماشومانو عمرونه پکښې د یولس کاله یا ددې نه هم کم وي.

اطهر عباس وايي بیت الله محسود خپله دغه جرمونه منلې دي. د سې این این رپورټ کې اطهرعباس وايي چې د کم عمره ماشومانو د نیول کیدولو امکان ډیر کوي او دا ډیر امکان لرې چې یو پیاده ماشوم د امنیت لپاره اخستل شوي بندوبست کې اووځې.

سې این این وايي پوځ داسې ویډیو هم خپور کړې دې چې ښاې ماشومان وژنې کوي او تربیه ترلاسه کوي.

بيت الله محسود دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکو ځانمرگي بريدونو  او په کال ٢٠٠٧ء م کې دپاکستان دپخوانۍ صدراعظم بې نظير بوټو په وژنه کې ککړ بللى شي.

امريکادبيت الله محسود دوژنې، نيونې يا دهغه دځالې په نخښه  کولو کې دقيق معلومات ورکوونکو لپاره د٥ؤ ملين ډالرو او دپاکستان حکومت تيره مياشت دهغه په سر د٥ؤ کروړو روپو اعلان کړى دى.

 

 

 


 

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
پوځی ادعا : د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٧ جنگيالي وژلي دي

  نور رپو ټونه
اوباما او نړیوالو مشرانو پخوانی پوځیان ستایلي
گيلاني : دورانکارۍ پيښې دترهګرو پر ضد دروانو عملياتو غبرګون دى
مومندايجنسۍ :نښتو کې لس جنگيالي او دوه عسکر وژل شوي دي
پيښور:د بدامنۍ له امله کاروبارونه خراب , اولس پريشانه
اوباما:  يو مذهب هم دبې گناه انسانانو دوژنې اجازه نۀ ورکوي
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی