VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
دپاکستان په شمال غربې سېمو کې نوره مرگ ژوبله شوې ده

07/07/2009

Pakistani masked tribesmen patrol with their weapons in a mountain area of Wana, in the South Waziristan tribal territory bordering Afghanistan, 04 Apr 2007
د پاکستانې طالبانو یو منطر چې  مخونه يي پټ دي

دپاکستان پوځ وايي په تير يو شواروز کې يې دصوبه سرحد سوات او بنو سيمو کې دتندلاري کمانډر محمد رسول په گډون ٤ جنگيالي وژلي او ٣٤ نور يې  ژوندي نيولي دي.

  دا مهال په سوات کې دطالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمينځ جگړه روانه ده او  پوځ ادعا کوي چې په دغه جگړه کې يې شاوخوا ١٧٠٠ جنگيالي وژلي دي، خو څيړونکي په دغه شميره شکونه لري.

 دپاکستان دپوځ لخوا دجاري کړل شوي سرکاري بيان له مخې دابن امين ورور محمد رسول او کمانډر اکرم دسوات په شکدره سيمه کې دروانو عملياتو په مهال وژل شوي دي.

همدغه راز دسوات خوازه خيلې سره نزدې عملياتو کې ځايې تندلارى کمانډر وهاب هم وژل شودى.

دبنو په هکله دپوځ وينا ده په مډي سيمه کې دتندلارو سره دنښتې په مهال يو تندلارى وژل شوى او ٧ نور نيول شوي دي.

بل لوري ته قبائيلي سيمې باجوړ کې ٤ کسان وژل شوي او دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.

دسرچينو له مخې دغه کسان  دباجوړ ايجنسۍ دخار تحصيل په ماندل خوړ سيمه کې وژل شوي دي.

دوژل شوؤ ټولو کسانو تعلق دچترال سره ښودل کيږي او دپيښې په هکله پوليټيکل انتظاميې پلټنې پيل کړي دي.

همدغه راز دباجوړ ايجنسۍ په ناوگۍ تحصيل کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ځالو دتوپو له لارې گوله باري کړې ده چې پکې گڼې ځاله له مينځه تللي او دمرگ ژوبلې انديښنه  ښودل شوې ده.
اخوا دصوبه سرحد په بنو سيمه کې دپوليسو په گاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې د٥ؤ پوليسو په گډون ٨ کسان ژوبل شوي دي.

دبنو دپوليسو مشر اقبال مروت ډيوه راډيو ته ويلي دپوليسو په گاډي دغه بريد دميريان تاڼې په ساحه ممبۍ بارک کې شوى دى.

هغه ومنله چې پيښه کې ٥ پوليس او درې عام وگړي ژوبل شويدي.

همدغه راز دصوبه سرحد په لکي مروت سيمه کې هم دپوليسو په مرکز او دپوليس دسيمه ييز مشر په کور دنامعلوم لوري څخه راکټي بريدونه شوي دي. په دغه پنښه کې یوه ملکې ښځه مړه او درې نور تنان زخمیان شوې دي.

پوليس په دغه ضلع کې کلک امنيتي تدابير نيولي او ښار ته ورتلونکې ټولېلارې په سختۍ سره څاري

 

 

 

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
اوباما به راتلونکې اونۍ افغان سټراټیجي اعلانوي

  نور رپو ټونه
اسرائیل په غربي غاړه دیهودیانولپاره په نوي ابادوپابندي لگولي ده
پينډۍ:د ممبۍ دترهگريزوپيښو پړه په اوو کسانواچول شوې ده
سعودي عرب : دحج مناسک پيل شوي دي
دهنگو او اورکزو په عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي
جنرال کياني : د ترهگرو دنوغي ويستلو پورې به عمليات روان وي
اوبامه هند سره د تعلقاتو نور ژورولو غږ کړې دی
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي