 |
جمهوررئیس باراک اوبامه وايي نړی وال قوتونه نه په افغانستان او نه په پاکستان باندې د طالبانو قبضه غواړي
|
دامريکا
جمهوررئيس براک اوباما ويلي دي نړيوال قوتونه پاکستان او افغانستان کې دطالبانو
قبضه نۀ غواړي.
دماسکو په
يو سکول کې دوينا په مهال امريکايي جمهوررئيس وويل دايران اټومي پروګرام ختميدلو
سره به اروپا کې دميزائيل دفاعي نظام اړتيا پاتې نۀ شي.
ښاغلي
اوباما په روس ټينګار وکړو چې ديوکرائن او او جارجيا ازادۍ ته درناوى ولري.
براک
اوباما وويل امريکا روس پياوړى او امن ناکه ليدل غواړي.
دهغه وينا
وه اټومي وسلو کې دکمي په اړه دامريکا او روس ګټې يو رقم دي.
بل لوري ته
دروس صدراعظم ولادي مير پيوټن سره دميلمستيا په مهال امريکايي جمهوررئيس وويل امريکا
او روس په هره خبره نۀ شيمتفق کيدلى خو
صلاح مشورو عمل دوامداره ساتلو سره دوه اړخيزه اړيکې نورې پياوړې کيدلى شي.