VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
د مائیکل جیکسن اخری رسومات ترسره شوي دي

07/07/2009

Andrae Crouch Singers open the memorial service for Michael Jackson at the Staples Center in Los Angeles, 7 July 2009

دپاپ موسيقۍ بادشاه مائيکل جيکسن  وروستي رسومات دامريکا په په لاس اينجلس ښار کې ترسره شول.

دمائيکل جيکسن ديادونې وروستي رسومات دزرګونو خلکو په وړاندې دلاس اينجلس په اسټيپلز سينټر کې ترسره شول.

په دغو وروستيو رسوماتو کې  ماريا کيري، جينيفر هډسن، بروک شيلډ ، دفن او موسيقۍ دګڼو مهمو شخصيتونو په ګډون  په زرګونو کسانو ګډون وکړو او دموسيقۍ ددنيا دغه نامتو ستوري ته يې  دخپلو اوښکو او نغمو  له لارې دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې.

په دې مهال دمائيکل جيکسن ١١ کلنې لوري پيرس جيکسن هم دخپلو جذباتو څرګندونه وکړه او وې ويل مائيکل جيکسن دنړۍ تر ټولو ښۀ پلار ؤ.

 همدغه راز دنيلسن مينډيلا او نورو مهمو شخصياتو پيغامونه هم واورول شول چې په وروستيو رسوماتو کې يې برخه وانۀ خسته.

 
迈克尔.杰克逊1984年

دمائيکل جيکسن مړى په تابوت کې دسټيج مخې ته ايښودل شوى ؤ او ددستورې په اخره کې دمائيکل جيکسن دکورنۍ کسان په سټيج راټول شول او دهغه مشهوره سندره وويل شوه.

 په اولسي کچه دوروستيو رسوماتو دترسره کيدلو څخه وړاندې دمائيکل جيکسن نزدې دکورنۍ غړو په ذاتي توګه دجيکسن وروستي رسومات په فارسټ لان کې ترسره کړل.

دمائيکل جيکسن دماغ دنيورو پيتهالوجي لپاره خوندي کړل شول

٥٠ کلن مائيکل جيکسن دجون په ٢٥مه نيټه دامريکا په لاس اينجلس ښار کې  دزړۀ دحرکت دبنديدو له امله ساه ورکړې وه.

 په ټوله نړۍ او ځانګړې توګه جرمني، هانګ کانګ، لبنان، روس اؤ برټانيه کې موجود دمائيکل جيکسن مينه وال دهغه په مړينه ماتم کوي.

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
مائيکل جيکسن جنازی مراسم د نهې په ورځ ترسره کېږي 
 
  مهم خبر
پوځی ادعا : د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٧ جنگيالي وژلي دي

  نور رپو ټونه
اوباما او نړیوالو مشرانو پخوانی پوځیان ستایلي
گيلاني : دورانکارۍ پيښې دترهګرو پر ضد دروانو عملياتو غبرګون دى
مومندايجنسۍ :نښتو کې لس جنگيالي او دوه عسکر وژل شوي دي
پيښور:د بدامنۍ له امله کاروبارونه خراب , اولس پريشانه
اوباما:  يو مذهب هم دبې گناه انسانانو دوژنې اجازه نۀ ورکوي
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی