VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
سویلي وزيرستان: د ډرون یو بل بريد لس کسان وژلي

08/07/2009

[insert caption here]
 تيره ورځ هم  دجنوبي وزيرستان په ځانگړه سيمه کې دبيت الله محسود په ځاله شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو ميزائيلونه داغلي چې پکې ١٦ ځايې او بهرني جنگيالي وژل شوي وؤ
د پاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې پرله پسې نن په دوهمه ورځ هم  شکمنې امريکايي جاسوسي الوتکې  دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ځاله بريد کړى چې پکې دلمړيو راپورونو له مخې لس طالبان وژل شوي  او پنځه نور ټپيان دي.

بې پيلوټه جاسوسي الوتکې  دوانا څخه ٢١ ميله  لرې شمال ختيځ لوري په کاروان منزه سيمه  دتندلارو په يو روزنيز مرکز شپږ ميزائيلونه وداغل.
په سم لاسي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا په دغه بريد کې دطالبانو کوم مشر يا کوم بهرنى جنگيالى هم وژل شوى که نه.
تيره ورځ هم  دجنوبي وزيرستان په ځانگړه سيمه کې دبيت الله محسود په ځاله شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو ميزائيلونه داغلي چې پکې ١٦ ځايې او بهرني جنگيالي وژل شوي وؤ.
 په دې وروستيو کې څو کرته دپاکستاني جيټ الوتکو له لارې هم په سيمه کې دطالبانو مشر بيت الله محسود ځالې په نخښه کړل شوي دي، خو دهغه دمرگ ژوبلې په هکله اطلاعات مخې ته نۀ دي رارسيدلي.
  بيت الله محسود دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دکيدونکو ځانمرگي بريدونو او اړي گړي پيښو کې ککړ بللى شي او دپاکستان حکومت نۀ يواځې دهغه پسر دپنځو کروړو روپو دانعام ورکولو اعلان کړى دى بلکې دهغه دنيولو يا وژلو لپاره يې جنوبي وزيرستان کې پوځي عمليات هم پيل کړي دي.
دکال ٢٠٠٧ء جولايي دمياشتې څخه په ټول پاکستان کې  بمي چاؤدنو او ځانمرگي بريدونو کې تراوسه شاوخوا ٢٠٠٠ کسان وژل شوي دي.
دامريکا سي اين اين تيليويزيون خپل يو راپور کې دپاکستان دپوځ   په هکله  ادعا کړې ده چې بيت الله محسود په ذاتي توگه داسې يو مرکز چلوي چرته چې واړه هلکان دځانمرگي بريدونو لپاره تربيه کوي او بيا يي  دبريدونو لپاره په نورو طالب مشرانو په بيعه خرڅوي.
دکال ٢٠٠٨م داگست دمياشتې څخه تراوسه  دپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو لخوا دغه رقم ٤٥ بريدونه ترسره شوي چې پکې دځينو جنگيالو او دهغوي دمشرانو په گډون تقريباً ٤٥٠ کسان وژل شوي دي.
دامريکا پوځ په اصولي توگه ددغه رقم بريدونو پخلى نۀ کوي خو دهغوي وسله وال پوځ او مرکزي استخباراتي شبکه يا( سي ايي اى) چې په افغانستان کې خپل فعاليتونه ترسره کوي يواځينى پوځ دى چې په سيمه کې دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو دبريدونو توان لري.
 دپاکستان حکومت دغه رقم بريدونه دخپلې خپلواکۍ په ضد بولي  خو څيړونکي وايي داسلام اباد حکومت امريکا ته په پټه توگه ددغه رقم بريدونو کولو اجازه ورکړې ده.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
جنوبي وزيرستان : دجاسوسي الوتکو بريد کې ١٤ جنگيالي وژل شوي دي
شمالي وزيرستان : بمبارۍ کې درې طالبان وژل شوي
 
  مهم خبر
اوباما به راتلونکې اونۍ افغان سټراټیجي اعلانوي

  نور رپو ټونه
پينډۍ:د ممبۍ دترهگريزوپيښو پړه په اوو کسانواچول شوې ده
سعودي عرب : دحج مناسک پيل شوي دي
دهنگو او اورکزو په عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي
جنرال کياني : د ترهگرو دنوغي ويستلو پورې به عمليات روان وي
اوبامه هند سره د تعلقاتو نور ژورولو غږ کړې دی
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي