VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
جنوبي وزيرستان :د ډرون دوهم بريد کې لږ تر لږ 30 جنگیالي وژل شوي

08/07/2009

[insert caption here]
 د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو دچارشنبې په ورځ غرمه مهال  دتندلاروپه يوه قافله يو بل بريد ترسره کړى چې پکې لږ تر لږه  30 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل دي
د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو دچارشنبې په ورځ غرمه مهال  دتندلاروپه يوه قافله يو بل بريد ترسره کړى چې پکې لږ تر لږه  30 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل دي.

 يو بل استخباراتي چارواکي دشکمنو جاسوسي الوتکو لخوا دتندلارو په کاروان ترسره شوي بريد کې دوژل شوؤ تندلارو شميره له ٢٥ؤ څخه تر ٣٥ؤ پورې وښودله.
 جاسوسي الوتکې دغه بريد په جنوبي وزيرستان کې  په ٥ؤ هاغو گاډو ترسره کړى چې طالب جنگيالي پکې ناست وؤ.
سرچينې وايي دغه گاډي دجنوبي وزيرستان سرا روغه سيمې ته روان وؤ.
 له دې وړاندې نن سحر وختي دجنوبي وزيرستان په کاروان منزه سيمه کې هم دطالبانو په يو تربيتي مرکز جاسوسي الوتکې ميزائيل داغلي چې پکې ١٠ تندلاري وژل شوي وؤ.
 جنوبي وزيرستان دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود مرکز گڼلى شي.
 له ازادو سرچينو څخه په دغو بريدونو کې  دوژل شوؤ طالبانو شميرې  په هکله پخلى ځکه نۀ شي کيدلى چې دغه سيمه ډيره لرې پرته ده او دبيت الله محسود په ضد دپاکستاني پوځيانو دعملياتو پيل کيدو له امله ژورنالستان سيمې ته نۀ شي ورتللى.
 په تيرو دوؤ اوونيو کې  د شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد شاوخوا ٥ بريدونه ترسره شوي دي.
 په پټه توگه ددغسې بريدونو ملاتړ کوونکى دپاکستان پوځ وايي  دامريکايي جاسوسي الوتکو بريدونو له امله په جنوبي وزيرستان کې دبيت الله محسود نيونې يا وژنې هڅه شنډيږي ، ځکه هغوي په سيمه کې دقبائيلي مشرانو ملاتړ ترلاسه کول غواړي.
دکال ٢٠٠٨م داگست دمياشتې څخه تراوسه  دپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو لخوا دغه رقم ٤٥ بريدونه ترسره شوي چې پکې دځينو جنگيالو او دهغوي دمشرانو په گډون تقريباً ٤٥٠ کسان وژل شوي دي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
سویلي وزيرستان: د ډرون یو بل بريد لس کسان وژلي
جنوبي وزيرستان : دجاسوسي الوتکو بريد کې ١٤ جنگيالي وژل شوي دي
 
  مهم خبر
رحمان ملک : قبائيلي سيمو ته وسله دافغانستان څخه راروانه ده

  نور رپو ټونه
امریکایان  نن د شکرانې ورځ لمانځي
امریکا : اوباما دنړۍ مسلمانانو ته دحج او لويې اختر مبارکې ويلې ده
گيلاني : دبلوچستان په پيکج عمل لپاره دکابينې کميټه ټاکل شوې ده
خيبرايجنسۍ کې دوسلې څڅه ډک دوه ټرکونه نيول شوي دي
پيښور : بمي چاؤدنه کې دايس ايچ او په گډون درې کسان ژوبل شوي دي
اسرائیل په غربي غاړه دیهودیانولپاره په نوي ابادوپابندي لگولي ده
اوباما به راتلونکې اونۍ افغان سټراټیجي اعلانوي
پينډۍ:د ممبۍ دترهگريزوپيښو پړه په اوو کسانواچول شوې ده
سعودي عرب : دحج مناسک پيل شوي دي
دهنگو او اورکزو په عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي
جنرال کياني : د ترهگرو دنوغي ويستلو پورې به عمليات روان وي
اوبامه هند سره د تعلقاتو نور ژورولو غږ کړې دی
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه