VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پوځي وياند: سوات طالبانو مشر مولانا فضل الله ژوبل شوى دى

09/07/2009

Fazal Ullah
د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وايي پوځي عملياتو کې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله ژوبل کړى دى.
د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وايي پوځي عملياتو کې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله ژوبل کړى دى.

تيره اونې دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي وو دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله په پوځي عملياتو کې سخت ژوبل شوى دى.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين هم ويلي وو چې  دمولوي فضل الله دوژنې په اړه يې اطلاعات ترلاسه کړي خو ددغو اطلاعاتو تصديق نۀ دى شوى.
دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرال اطهر عباس سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال  داطلاعاتو او نشراتو  مرکزي وزير قمرزمان کائره وويل  دملاکنډ په سوات او بونير ضلعو کې دتندلارو په ضد روان عمليات  نن سرته ورسيدل  او له دې وروستو به ډير زر دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ لړۍ پيل شي.
کائره اعلان وکړو چې دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ په موقع به هغوي ته ديوې مياشتې راشن هم ورکولى شي.دهغه وينا وه  دسوات او بونير سيمې له تندلارو څخه پاکې کړل شوي دي.
نوموړي وويل  دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ مهال ويش به په دوؤ ورځو کې جاري کړل شي.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاک پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس  وويل په مئ کې پيل کړل شوي عمليات بشپړ شوي او دسوات ټولې  لويې لارې پرانستل شوي دي.
دپاک پوځ وياند وويل عملياتو کې دپاک پوځ ١٥٨ عسکر او مشران وژل شوي دي.
جنرال عباس وويل اوس هم دسوات په شاه ډهيرۍ او شموزۍ  سيمو کې پوځ دمقاومت سره مخ دې چې دله مينځه وړلو لپاره يې پوځ عمليات کوي.
نوموړي وويل پوځيان  دترهه ګرو تعقيب کوي او دهغوي ټول مرکزونه يې له مينځه وړي دي.
دهغه وينا وه نن هم دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په مشرۍ غونډه کې  دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ په هکله خبرې شوي دي.
بل لوري ته دپاکستان پوځ ادعا کړې ده چې  دسوات په سخره سيمه کې دلټونې او پاکونې دعملياتو په مهال دتندلاري کمانډر عمرزاده او يو بهرني په ګډون ٣ تندلاري وژل شوي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا په جاري کړل شوي سرکاري بيان کې ويل شوي دي   په جنوبي وزيرستان کې ديو پوځي کاروان سره نزدې چاؤدنې ٢ عسکر وژلي او٥ يې نور ټپيان کړي دي.
دپوځ له مخې دغه کاروان ګومل ځم سيمې ته تللو.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
پوځی ادعا : د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٧ جنگيالي وژلي دي

  نور رپو ټونه
اوباما او نړیوالو مشرانو پخوانی پوځیان ستایلي
گيلاني : دورانکارۍ پيښې دترهګرو پر ضد دروانو عملياتو غبرګون دى
مومندايجنسۍ :نښتو کې لس جنگيالي او دوه عسکر وژل شوي دي
پيښور:د بدامنۍ له امله کاروبارونه خراب , اولس پريشانه
اوباما:  يو مذهب هم دبې گناه انسانانو دوژنې اجازه نۀ ورکوي
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی