VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
افغانستان: لوگر بمي چاؤدنې ٢٥ کسان وژل شوي

09/07/2009

Logar
د افغانستان پایه تخت کابل سویلي لوري لوگر ولايت کې ديو سکول څخه بهر د چاؤدنې  له امله  دپوليسو او زده کوونکو په گډون ٢٥ تنه  شوي دي
د افغانستان پایه تخت کابل سویلي لوري لوگر ولايت کې ديو سکول څخه بهر د چاؤدنې  له امله  دپوليسو او زده کوونکو په گډون ٢٥ تنه  شوي دي.

 دغه پيښه په محمد اغې اولسوالۍ  کې رامينځته شوې ده.   
چارواکي وايي دغه چاؤدنه په يو ټرک کې د اورد لرگو لاندې دايښودل شوؤ چاؤديدونکو موادو  دانفجار له امله ترسره شوې ده.
 دلوگر دپوليسو مشر غلام مصطفي وايي دغه ټرک ددوؤ سکولونو ترڅنگ پوليسو لټولو چې پکې زورداره چاؤدنه وشوه.
 مصطفي وويل احتمال کيږي  دغه چاؤديدونکي مواد طالب جنگيالو پلازمينې کابل ته دبريد لپاره دوړاندې څخه دترسره شوي پلان لاندې وړل.
بل لوري ته افغانستان کې ميشت دناټو پوځ پخپله يوه بيانيه کې ويلي دي  په جنوبي افغانستان کې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنه کې  دناټو دوه عسکر وژل شوي دي.
دغه بيانيه چې دزيارت په ورځ جاري شوې نۀ خو پکې دچاؤدنې دقيق ځايې ښودل شوى او نۀ هم دپيښې ښکار عسکرو دقوميت په اړه څه ويل شوي دي.
 دافغانستان په هلمند ولايت کې دطالبانو په ضد په پراخه کچ دعملياتو پيل کيدلو راپديخوا دافغانستان بيلا بيلو برخو کې دبمي چاؤدنو او په افغاني او ائتلافي عسکرو بريدونو زور نيولى دى.
دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر مائيک مولن تيره ورځ خبريالانو ته ويلي وؤ طالبان زيات پياوړي شوي او راتلونکي کال په افغانستان کې دائتلافي پوځيانو او طالبانو ترمينځ سختې نښتې رامينځته کيدلى شي.
دهلمند په عملياتو کې دامريکاقابو څلورنيم زره او دافغانستان شپږ سوه پوځيان برخه لري.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی
د امریکې پوځي مرکز کې د ډزوله امله لږترلږه 13تنان وژل شوې دي
څیړونکي کتنه کوي چې ایا امریکا به افغانستان ته نورعسکر لیږي او که نه
جنوبي وزیرستان: پوځ ٢٤ طالبانو د وژلو او مکين ته ننوتلو ادعا کوي
کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي
ملگري ملتونه:  جنوبي وزيرستان کې دعامو خلکو په امنيت انديښمن دي
پاک پوځ : عملياتو کې ٢٨ جنگيالي او پنځه پوځيان وژل شوي
ډاکټرعبدالله: د حامد کرزی انتخاب غیرقانونی دی
جنوبي وزيرستان: پوځ وایي د طالبانو مظبوط ځاي لدها کې ٣٠ جنگیالي وژلي
باجوړ : تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي