VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
اسفندیار ولي : پنجاب بايد تقسيم شي

09/07/2009

[insert caption here]
   اسفنديارولي خان ويلي چې پنجاب بايد تقسيم کړل شي او سرائېکي ليکه بايد ځانله صوبه جوړه کړل شي
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان ويلي چې پنجاب بايد تقسيم کړل شي او سرائېکي ليکه بايد ځانله صوبه جوړه کړل شي ۔ مونږ د اولې نه د سرائيکي صوبې پلويان يو۔

دوۍ غوښتنه اوکړه چې صوبو ته دې د سياسي خپلواکئ سره سره مالي خودمختاري هم ورکړل شي ، ځکه چې دا د پاکستان د سالميت لپاره ضروري ده ۔
 د پارټۍ لخوا په ورکړل شوي بیانیه کې  د اسفندیار له خولې ویل شوي چې مونږ صرف د پښتو نه بلکه د ټولې سيمې د بقاء په جنګ کښ بوخت يو۔ پکار ده چې د کلهم پاکستان اولس او سياسي ګوندونه زمونږ ملګېرتيا اوکړي ۔ ځکه که دوۍ زمونږ مرسته اونکړه نو په درياې سين کښې بيا دومره زور نشته چې په اټک بيا د دهشت ګردۍ د ګواخ مخه ونيسي او مخې تللو ته ئې پرې نه ږدي ۔
نوموړي زیاته کړه  چې لکه څه رنګه د اېمن الظواهري په سر ټول مصر شرخوښے نه شي بلل کېدلے ، هم دغه رنګ د فضل الله يا مسلم خان په وجه ټول پښتون قام دهشت ګر نه شي کېدے ۔ دوۍ وئېل چې بايدداسې وران کارو ته مونږ طالبان اونه وايو بلکه دوۍ وران کاري اوبالو۔
اسفنديارولي خان وئېل چې په مالاکنډ ډويژن کښې مو د عدل نظام د چا وران کاري په اشاره نه بلکه د اولس د خوښې له کبله راوستے دے او ترڅو چې مونږ په واک کښې يو، دغه د عدل نظام به پلي ساتو۔
دوئ وئېل چې ترهګرو زمونږ ګرېوانونو ته لاسونه رارسولي وو او اوس به مونږ دا جنګ خپل منطقي انجام پله رسوو ۔
اسفنديارولي خان يادونه اوکړه چې دوۍ د څلورو کالو راسې چغې وهلې چې په افغانستان کښې لګېدلے هور کوم چې فاټا ته رارسېدلے دے ، دا به وړاندې سوات پله رارسي او که چرې د ملک سياسي ګوندونو او اولس په شريکه سره زمونږ ملګېرتيا اونکړله نو دغه هور به ټول پاکستان په خپله ولقه کښې واخلي ۔ 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی
د امریکې پوځي مرکز کې د ډزوله امله لږترلږه 13تنان وژل شوې دي
څیړونکي کتنه کوي چې ایا امریکا به افغانستان ته نورعسکر لیږي او که نه
جنوبي وزیرستان: پوځ ٢٤ طالبانو د وژلو او مکين ته ننوتلو ادعا کوي
کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي
ملگري ملتونه:  جنوبي وزيرستان کې دعامو خلکو په امنيت انديښمن دي
پاک پوځ : عملياتو کې ٢٨ جنگيالي او پنځه پوځيان وژل شوي
ډاکټرعبدالله: د حامد کرزی انتخاب غیرقانونی دی
جنوبي وزيرستان: پوځ وایي د طالبانو مظبوط ځاي لدها کې ٣٠ جنگیالي وژلي
باجوړ : تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي