د چین ارومچې ښار کې یوه وي غور مسلمانه مظاهره کونکې د امنیتي ځواکونو مخ ته ولاړه ده
د چېن شمال غربې
سیمې سنک کیانگ مرکزې ښار ارومچې کې د څو ورځو د اړي گړي ورسته چې پکښې د یو نیم سلو نه زیات خلک وژل شوې دي دا وخت
قرارې ده.
او په ښار کې
موجود خلک وايي چې ژوند په رو رو معمول سره د سمیدو په لورې روان دی. د چین حکومت
٢٠،٠٠٠ نور امینیتي ځواکونه ښار کې پر ځاې کړې دي چې د تشدد د مخنیوی ووکړې.
د چېن حکومت د ترکې دا غوتنه هم ردکړې ده چې د سنک کیانگ
په حالاتو باندې دې په ملگرو ملتونو کې بحث ووکړی شې.
ایلیسن کلی مین په سنگ کیانگ کې یوه غربې خبریاله ده د
ارومچې د حالاتو په اړه وايي چې زیارت په ورځ خلکو عادې ژوند ت کولو، ډیرو
دکاندارانو خپل دکانونه پرانستل او د اتوار ورځې ورسته په لومړې ځل خلک کارونو ته
هم تلل.
داتوار په ورځ اورومچې کې اړې گړی ها غه وخت پیل شو کله
چې وي غور مسلمانان د یوې مظاهرې په محال چیناې ځواکونو سره په جگړو کې وو نښتل.
چیناې چاوراکو تر څوارلس سوو پورې خلک تشدد کې د لاس
لرلو په تور نیولې دې او اويلي يي دې چې تشدد د وړاندې نه په منظمه توگه پلان کړی
شوی وو.
چیناېې چاوراکو ویلې دې چې په تشدد کې لاس لرونکو ته به
سخته نه سخته سزا ورکړی کېیږي چې پکښې د مرگ سزا هم شامله ده.
د چین حکومت ویلې دې چې تشدد د هیواد د بهرنه منظم کړی
شوی دی او وي غور تاجره رابعه قدیر، څوک چه په امریکا کې ژوند کوې، هغه يي د اړي گړي
مرکزی پلان جوړونکې بولې ده.
د چین سر ښاربیجنگ کې د خارجه دفتر ترجمان کن گینگ د
ترکې لخوا دا اندیښې رد کړې چې په ارومچې کې حالاتو باندې دې د ملگرو ملتونو په
امنیتي شورا یا سیکیورټې کاؤنسل کې بحث ووشې.
کن وویل په سنک کیانگ کې حالات د چېن کورنۍ معامله ده. هغه وویل نړې واله ټولنه باید
د چین قامې او سماجې سلامتیه او نسلې یوالی په ځاې ساتلو کې مرسته ووکړې.
خبریاله کلی مین وايي
د ارومچې وي غور برخو کې چې د ښار جنوبې برخه او بازار پکښې هم دی هلته ډیر
ځواکونه پرځاې کړی شوې دي. په دغه برخو کې عسکر په بسونو او ټرکونو کې گرځې. هغې
وویل عسکردغه سیمې نه چاپیره شوې دې او دوې دا نعرې وپورته کېوی چې د خلکو تحفظ
ووکړۍ، د هیواد تحفظ ووکړۍ او ټولنه بچ کړۍ.
په سنک کیانگ کې نښتې د هان چیناې اکثریت او وي غور اقیلیت
غړو تر منځ شوې دي. وي غور ترکن نسل خلک دي چې د مرکزې اسیا د واسیدنکو سره مماثلت
لرې.
وي غور خلک د سنک
کیانگ د ٢٠ میلنیه ابادۍ نیمه برخه دې. وي غور وايي چینیاې اکثریت په دوي تشدد کوي
او دوې سره تعصب هم کیږي. د چین حکومت وايي چې وي غور چین نه د بیلیدود لارې د ځان
لپاره بل جوړول غواړي.