VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
د چین ارومچې ښار کې د اړي گړي ورسته قرارې ده

09/07/2009

An Uighur woman protests before a group of paramilitary police in Urumqi, capital of northwest China's Xinjiang Uygur Autonomous Region, 07 July 2009
د چین ارومچې ښار کې یوه وي غور مسلمانه مظاهره کونکې د امنیتي ځواکونو مخ ته ولاړه ده

د چېن  شمال غربې سیمې سنک کیانگ مرکزې ښار ارومچې کې د څو ورځو د اړي گړي ورسته چې پکښې  د یو نیم سلو نه زیات خلک وژل شوې دي دا وخت قرارې ده.

 او په ښار کې موجود خلک وايي چې ژوند په رو رو معمول سره د سمیدو په لورې روان دی. د چین حکومت ٢٠،٠٠٠ نور امینیتي ځواکونه ښار کې پر ځاې کړې دي چې د تشدد د مخنیوی ووکړې.

د چېن حکومت د ترکې دا غوتنه هم ردکړې ده چې د سنک کیانگ په حالاتو باندې دې په ملگرو ملتونو کې بحث ووکړی ‍شې.

ایلیسن کلی مین په سنگ کیانگ کې یوه غربې خبریاله ده د ارومچې د حالاتو په اړه وايي چې زیارت په ورځ خلکو عادې ژوند ت کولو، ډیرو دکاندارانو خپل دکانونه پرانستل او د اتوار ورځې ورسته په لومړې ځل خلک کارونو ته هم تلل.

داتوار په ورځ اورومچې کې اړې گړی ها غه وخت پیل شو کله چې وي غور مسلمانان د یوې مظاهرې په محال چیناې ځواکونو سره په جگړو کې وو نښتل.

چیناې چاوراکو تر څوارلس سوو پورې خلک تشدد کې د لاس لرلو په تور نیولې دې او اويلي يي دې چې تشدد د وړاندې نه په منظمه توگه پلان کړی شوی وو.

چیناېې چاوراکو ویلې دې چې په تشدد کې لاس لرونکو ته به سخته نه سخته سزا ورکړی کېیږي چې پکښې د مرگ سزا هم شامله ده.

د چین حکومت ویلې دې چې تشدد د هیواد د بهرنه منظم کړی شوی دی او وي غور تاجره رابعه قدیر، څوک چه په امریکا کې ژوند کوې، هغه يي د اړي گړي مرکزی پلان جوړونکې بولې ده.

د چین سر ښاربیجنگ کې د خارجه دفتر ترجمان کن گینگ د ترکې لخوا دا اندیښې رد کړې چې په ارومچې کې حالاتو باندې دې د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا یا سیکیورټې کاؤنسل کې بحث ووشې.

کن وویل په سنک کیانگ کې حالات د چېن  کورنۍ معامله ده. هغه وویل نړې واله ټولنه باید د چین قامې او سماجې سلامتیه او نسلې یوالی په ځاې ساتلو کې مرسته ووکړې.

خبریاله کلی مین وايي  د ارومچې وي غور برخو کې چې د ښار جنوبې برخه او بازار پکښې هم دی هلته ډیر ځواکونه پرځاې کړی شوې دي. په دغه برخو کې عسکر په بسونو او ټرکونو کې گرځې. هغې وویل عسکردغه سیمې نه چاپیره شوې دې او دوې دا نعرې وپورته کېوی چې د خلکو تحفظ ووکړۍ، د هیواد تحفظ ووکړۍ او ټولنه بچ کړۍ.

په سنک کیانگ کې نښتې د هان چیناې اکثریت او وي غور اقیلیت غړو تر منځ شوې دي. وي غور ترکن نسل خلک دي چې د مرکزې اسیا د واسیدنکو سره مماثلت لرې.

وي غور خلک د سنک کیانگ د ٢٠ میلنیه ابادۍ نیمه برخه دې. وي غور وايي چینیاې اکثریت په دوي تشدد کوي او دوې سره تعصب هم کیږي. د چین حکومت وايي چې وي غور چین نه د بیلیدود لارې د ځان لپاره بل  جوړول غواړي.   

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی
د امریکې پوځي مرکز کې د ډزوله امله لږترلږه 13تنان وژل شوې دي
څیړونکي کتنه کوي چې ایا امریکا به افغانستان ته نورعسکر لیږي او که نه
جنوبي وزیرستان: پوځ ٢٤ طالبانو د وژلو او مکين ته ننوتلو ادعا کوي
کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي
ملگري ملتونه:  جنوبي وزيرستان کې دعامو خلکو په امنيت انديښمن دي
پاک پوځ : عملياتو کې ٢٨ جنگيالي او پنځه پوځيان وژل شوي
ډاکټرعبدالله: د حامد کرزی انتخاب غیرقانونی دی
جنوبي وزيرستان: پوځ وایي د طالبانو مظبوط ځاي لدها کې ٣٠ جنگیالي وژلي
باجوړ : تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي