VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پاکستان : حکومت دتيلو نرخونه يو ځل بيا زیات کړي دي

09/07/2009

Lahore-Petrol price hike
د پاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري ديو قانون له لارې په تيلونوى ټيکس د"ډيويلپمنټ ليوي " تر نامه لاندې لگولى چې ددې له امله يو ځل بيا په پاکستان کې دتيلو نرخونه ختلي دي
د پاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري ديو قانون له لارې په تيلونوى ټيکس د"ډيويلپمنټ ليوي " تر نامه لاندې لگولى چې ددې له امله يو ځل بيا په پاکستان کې دتيلو نرخونه ختلي دي.

دغه قانون په سم لاسي ډول ټول هيواد کې عملي شوى اودگاز او تيلوواکمنې ادارې اوگرا ددغه قانون دلاندې دتيلو نرخونه هم هاغه هومره سيوا کړي دي څومره چې دسترې محکمې له لوري په تيلودلگيدلي کاربن ټيکس په موقتي ډول دځنډولو څخه وروستو راغورځيدلي وؤ.
دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر وايي  دجمهوررئيس دامر په اساس په تيلو ايښودل شوى نوى گمرک يا ټيکس دسترې محکمې دپريکړې څخه سرغړونه نۀ ده.
هغه وويل حکومت عدليې ته ددرناوي په لرلو سره دتيلو په نرخونو کاربن د ټيکس لگول ځنډولى دى.
دهغه وينا وه دجمهوررئيس نوى امر دپارلمان سرلوړي او درناوى په ډاگه کوي.
بل لوري ته دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيزې ډلې دزيارت په ورځ دتيلو په نرخونو کې دزياتوالي په ضد دورکړل شوؤخواستونو اوريدنه تر يوې مياشتې ځنډولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دنهې په ورځ دسترې محکمې هم دغه درې کسيزې څانگې يا بينچ  په اوسنۍ بوديجه کې په تيلو دايښودل شوي کاربن ټيکس په ضد ورکړل شوؤ خواستونو باندې دغوڅې پريکړې تر کيدلو دکاربن ټيکس دنۀ عملي کولو امر کړى ؤ.
خو ددغه پريکړې څخه يواځې يوه ورځ وروستو جمهوررئيس اصف علي زرداري په تيلو دنوي ټيکس لگولو په هکله صدارتي امر جاري کړو.
څيړونکي وايي دجمهوررئيس لخوا ددغه نوي امر دجاري کيدلو سره يو ځل بيا په پاکستان کې حکومت دعدليې مخې ته اودريدلى دى.
دجمهوررئيس لخوا په تيلو دنوي ټيکس په هکله صدارتي امر په ستره محکمه کې چيلنج کيدلى شي او کۀ چرې ستره محکمه دجمهوررئيس ددغه امر په ضد پريکړه کوي نو يو ځل بيا به پاکستان کې دعدليې او حکومت ترمينځ دتاؤتريخوالي فضاء رامينځته شي.
دپاکستان په بيلا بيلو شخصي تيليويزيوني چينلونو ،دژونددمختلفوڅانگو سره مربوط پاکستانيانو دجمهوررئيس اصف علي زرداري په اوسنۍ پريکړه دناخوښۍ څرگندونه کړې اووايي جمهوررئيس دعدليې او اولس هيڅ پرواه نۀکوي ، يواځې دخپلې خوښې په اساس پريکړې کوي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
رحمان ملک : قبائيلي سيمو ته وسله دافغانستان څخه راروانه ده

  نور رپو ټونه
امریکایان  نن د شکرانې ورځ لمانځي
امریکا : اوباما دنړۍ مسلمانانو ته دحج او لويې اختر مبارکې ويلې ده
گيلاني : دبلوچستان په پيکج عمل لپاره دکابينې کميټه ټاکل شوې ده
خيبرايجنسۍ کې دوسلې څڅه ډک دوه ټرکونه نيول شوي دي
پيښور : بمي چاؤدنه کې دايس ايچ او په گډون درې کسان ژوبل شوي دي
اسرائیل په غربي غاړه دیهودیانولپاره په نوي ابادوپابندي لگولي ده
اوباما به راتلونکې اونۍ افغان سټراټیجي اعلانوي
پينډۍ:د ممبۍ دترهگريزوپيښو پړه په اوو کسانواچول شوې ده
سعودي عرب : دحج مناسک پيل شوي دي
دهنگو او اورکزو په عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي
جنرال کياني : د ترهگرو دنوغي ويستلو پورې به عمليات روان وي
اوبامه هند سره د تعلقاتو نور ژورولو غږ کړې دی
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه