![[insert caption here] [insert caption here]](/deewa/images/rahman_0.jpg) |
| رحمان بونیري د کراچۍ نه ایس اف امریکا ډیوه ریډیو ته رپوټونه ورکوي خو پلارنی کلی یې په بونیر کې دي |
د صوبه سرحد په بونیر ضلع کې ځایي طالبانو د وایس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال رحمان بونیري کور د شورو په شپه الوزولی.
خبریال رحمان بونیري وایي وسله وال تندلاري د شپې دوه بجې د دوي کورته ننوتل او د هغه بوډا پلار عزیز الرحمان او د کور نورو بندیانو ته یې وویل چې دوي (وسله والو )ته د کور په بمونو الوزولو حکم ورکړل شوی دی.
وسله والو کسانو خپل مخونه پټ کړی وو, او کور کې دننه یې د چاودنو وړاندې کمپیوټر مات کړو او ځیني قېمتي څیزونه یې غونډ کړل.
رحمان بونېري وایي وسله والو کسانو د ده پلار ته ویلي کور ورته ځکه ړنگوي چې زوی یې د تندلارو پرضد رپوټونه ورکوي د پېښې نهیوه ورځ وړاندې رحمان بونېري وایس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي وو چې د حکومت د دعوو باوجود تندلاري اوس هم وسلې په لاس د بونیر په ځني کلیو کې موجود دي.
براډ کاسټنگ بورډ اف گورنرز او وایس اف امریکا د رحمان بونیري په کور حمله غندلې ده.
په یوه بیانیه کې د وایس اف امریکا ډایرېکټر ډېن فورټ اسټېن ویلي بونېري د وي او اې د نور خبریالانو په شان یو بهادر ژورنالسټ دی او ازاد خبرونه او معلومات پاکستان او نورې نړۍ ته ورکوي.
او د بورډ اف گورنرز غړی سټیون سېمنز ویلي د بونیري د کورنۍ درې نسلونه بې کوره شوي دي او دا ځکه چې رېښتیا ویلو تندلاري قوتونو ته گواښ وړاندې کړی دی.
رحمان بونیري د کراچۍ نه ایس اف امریکا ډیوه ریډیو ته رپوټونه ورکوي خو پلارنی کلی یې په بونیر کې دي.