VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
باجوړ : نښتو کې ١٢ جنگیالي او شپږ امنیتي عسکر وژل شوي

10/07/2009

[insert caption here]
 د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړايجنسۍ  په دوه بیلا بیل پېښو کې نښتو په مهال ١٢ جنگیالی او شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړايجنسۍ  په دوه بیلا بیل پېښو کې نښتو په مهال ١٢ جنگیالی او شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د باجوړ په چارمنگ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په قافله د برید ورسته جنگي هیلي کاپټرو د طالبانو مرکزونه په نښه کړي چې پکې ١٠ جنگیالي وژل شوي.
په دغه پېښه د یو حکومتی افسر په گډون دوه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي.

د دې وړاندې  د باجوړ ايجنسۍ په مرکز خار کې دشپې ناوخته تندلارو دخاصه دارو په يوه پوسته برید وکړو چې له امله یې څلور خاصه دار او دوه جنگیالي شوي.
په پيښه کې دوژل شوؤ څلورو واړوخاصه دارو دجنازې نمونځ نن په خار کې ادا کړل شوى دى. باجوړ دصوبه سرحد دسوات او  قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ او افغانستان سره گډې پولې لري اودغلته طالبان زيات فعاله دي.
په باجوړ کې له دې وړاندې هم څو کرته طالبانو په امنيتي ځواکونو بريدونه کړي  چې پکې گڼ شمير امنيتي عسکر وژل شوي دي.
په تيرومياشتو کې پوځ باجوړ کې دطالبانو په ضد په پراخه کچ دعملياتو کولو څخه وروستو ادعا کړې وه چې دغلته يې تندلارو ته ماتې ورکړې ده خو دسيمې څخه سرچينې وايي چې اوس هم دباجوړ په زياتو سيمو عملاً طالبان واکمني لري.
بل لوري ته په کوز دير سيمه کې  دتندلارودمخنيوي دپاره وسله وال قامي لښکر مورچې جوړې کړي دي اودسوات څخه دير ته دورتلونکو طالبانومخه يې نيولې ده.
دکوزدير دادينزو په سيمه کې دخوشحالۍ پټۍ او اسمان شاه سيمې دسوات دکبل سيمې سيمې لگيدلي دي.
سرچينې وايي په سوات کې دپوځي عملياتو له امله تندلارو دکوزدير دخوشحالۍ پټۍ اواسمان شاه سيمو مخه کړې وه او هڅه يې کوله په دغو سيمو خپل واک ټينگ کړي.
دسرچينوله مخې ددغو طالبانودمخنيوي لپاره د١٠٠٠ؤ کسانوقومي وسله وال لښکر په سيمه کې مورچې جوړې کړي او دطالبانو مخه يې نيولې ده.
ددغه لښکردغړو وينا ده دکبل په چپړو سيمه کې د٥٠٠ؤ څخه زيات طالبان موجود دي او هغوي غواړي کوز دير ته واوړي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی
د امریکې پوځي مرکز کې د ډزوله امله لږترلږه 13تنان وژل شوې دي
څیړونکي کتنه کوي چې ایا امریکا به افغانستان ته نورعسکر لیږي او که نه
جنوبي وزیرستان: پوځ ٢٤ طالبانو د وژلو او مکين ته ننوتلو ادعا کوي
کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي
ملگري ملتونه:  جنوبي وزيرستان کې دعامو خلکو په امنيت انديښمن دي
پاک پوځ : عملياتو کې ٢٨ جنگيالي او پنځه پوځيان وژل شوي
ډاکټرعبدالله: د حامد کرزی انتخاب غیرقانونی دی
جنوبي وزيرستان: پوځ وایي د طالبانو مظبوط ځاي لدها کې ٣٠ جنگیالي وژلي
باجوړ : تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي