![[insert caption here] [insert caption here]](/deewa/images/bajuar.jpg) |
د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي
سيمه باجوړايجنسۍ په دوه بیلا بیل پېښو کې نښتو په مهال ١٢ جنگیالی او
شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
|
د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړايجنسۍ په دوه بیلا بیل پېښو کې نښتو په مهال ١٢ جنگیالی او شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د باجوړ په چارمنگ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په قافله د برید ورسته جنگي هیلي کاپټرو د طالبانو مرکزونه په نښه کړي چې پکې ١٠ جنگیالي وژل شوي.
په دغه پېښه د یو حکومتی افسر په گډون دوه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي.
د دې وړاندې د باجوړ ايجنسۍ په مرکز خار کې دشپې ناوخته تندلارو دخاصه دارو په يوه پوسته برید وکړو چې له امله یې څلور خاصه دار او دوه جنگیالي شوي.
په پيښه کې دوژل شوؤ څلورو واړوخاصه دارو دجنازې نمونځ نن په خار کې ادا کړل شوى دى. باجوړ دصوبه سرحد دسوات او قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ او افغانستان سره گډې پولې لري اودغلته طالبان زيات فعاله دي.
په باجوړ کې له دې وړاندې هم څو کرته طالبانو په امنيتي ځواکونو بريدونه کړي چې پکې گڼ شمير امنيتي عسکر وژل شوي دي.
په تيرومياشتو کې پوځ باجوړ کې دطالبانو په ضد په پراخه کچ دعملياتو کولو څخه وروستو ادعا کړې وه چې دغلته يې تندلارو ته ماتې ورکړې ده خو دسيمې څخه سرچينې وايي چې اوس هم دباجوړ په زياتو سيمو عملاً طالبان واکمني لري.
بل لوري ته په کوز دير سيمه کې دتندلارودمخنيوي دپاره وسله وال قامي لښکر مورچې جوړې کړي دي اودسوات څخه دير ته دورتلونکو طالبانومخه يې نيولې ده.
دکوزدير دادينزو په سيمه کې دخوشحالۍ پټۍ او اسمان شاه سيمې دسوات دکبل سيمې سيمې لگيدلي دي.
سرچينې وايي په سوات کې دپوځي عملياتو له امله تندلارو دکوزدير دخوشحالۍ پټۍ اواسمان شاه سيمو مخه کړې وه او هڅه يې کوله په دغو سيمو خپل واک ټينگ کړي.
دسرچينوله مخې ددغو طالبانودمخنيوي لپاره د١٠٠٠ؤ کسانوقومي وسله وال لښکر په سيمه کې مورچې جوړې کړي او دطالبانو مخه يې نيولې ده.
ددغه لښکردغړو وينا ده دکبل په چپړو سيمه کې د٥٠٠ؤ څخه زيات طالبان موجود دي او هغوي غواړي کوز دير ته واوړي.