VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
غزني : ائتلافي ځواکونو سره نښته کې ٢٢ طالبان وژل شوي

10/07/2009

cia afghanistan map 150 eng 09dec02.jpg
دغزني دپوليسو مشر خيال باز شيرزۍ خبريالانوته ويلي دي  دغه تندلاري په مرکزي غزني ولايت کې دهوايي بريد له لارې وژل شوي دي
د افغانستان په غزني ولايت کې تيره شپه دنړيوالوځواکونواوطالبانو ترمينځ نښتو کې ٢٢ طالبان وژل شوي دي.

دغزني دپوليسو مشر خيال باز شيرزۍ خبريالانوته ويلي دي  دغه تندلاري په مرکزي غزني ولايت کې دهوايي بريد له لارې وژل شوي دي.

هغه وويل په وژل شوؤ کې زياتره جنگيالي چيچن، عربان، پاکستانيان او ازبک دي چې هغوي په يو کور کې پټ شوي وؤ.

خودامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو بيا دوژل شوؤتندلاروشميرنۀدى په ډاگه کړى اويواځې دومره يې ويلي چې په دغه بريد کې گڼ شمير تندلاري وژل شوي دي

په افغانستان کې دامريکايي پوځ وياندې کيپټن  الزبتهـ ميتهياس  ويلي دي دپوليسو لخوا ورکړل شوې شميره زياته ده.

هغې دا هم وويل چې دالوتکو له لارې کومه بمباري نۀ ده شوې او دغه جگړه هاغه وخت رامينځته شوه کله چې افغاني او نړيوال ځواکونه په گيرو اولسوالۍ کې دتندلارو دبريد لاندې راغلل.

هغې وويل تندلارو لومړى په پوځيانو ډزې پيل کړې چې له دې وروستو دهغوي په ضد يواځې ځوابي عمليات وکړل شول.

بل لوري ته  دافغانستان دکورنيو چارو وزارت په يوه بيانيه کې ويلي دي دپاکستان دپولې سره نزدې په جنوبي کندهار ولايت کې دزيارت په ورځ دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې دوه پوليس افسران وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

  دغه  طالبان په داسې حال کې وژل شوي چې دبرټانيې ددفاع وزارت  وايي په افغانستان کې يې  دوه نور عسکر وژل شوي دي.

ددفاع وزارت وايي دغه دواړه عسکر دزيارت په ورځ په بيلا بيلو پيښو کې وژل شوي دي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
اوباما به راتلونکې اونۍ افغان سټراټیجي اعلانوي

  نور رپو ټونه
اسرائیل په غربي غاړه دیهودیانولپاره په نوي ابادوپابندي لگولي ده
پينډۍ:د ممبۍ دترهگريزوپيښو پړه په اوو کسانواچول شوې ده
سعودي عرب : دحج مناسک پيل شوي دي
دهنگو او اورکزو په عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي
جنرال کياني : د ترهگرو دنوغي ويستلو پورې به عمليات روان وي
اوبامه هند سره د تعلقاتو نور ژورولو غږ کړې دی
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي