VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پاک پوځ : طالبانو سره اړيکې نۀ لرو

11/07/2009

Major General Athar Abbas (File photo)
دپوځ دعامه اړيکو وياند نن دخالي په ورځ دسپيناوي پخپل بيان کې ويلي دي دپاکستاني پوځ وياند پسې د سي اين اين لخوا تړل شوې دغه خبرې هيڅ حقيقت نۀ لري
د پاکستاني پوځ وياند دامريکايي تيليويزيون سي اين اين دخلې دپاک پوځ په وياند پسې تړل شوې هاغه خبرې اترې رد کړي  په کومو کې چې دپوځي وياند په حواله ويل شوي وؤ پاکستان دطالبانو دمشر ملاعمر په گډون دنورو مشرانو سره اړيکې لري اودغه طالب مشران امريکا سره خبرو ته کښينولى شي.

دپوځ دعامه اړيکو وياند نن دخالي په ورځ دسپيناوي پخپل بيان کې ويلي دي دپاکستاني پوځ وياند پسې د سي اين اين لخوا تړل شوې دغه خبرې هيڅ حقيقت نۀ لري.
دعامه دڅانگې يا ايي ايس پي ار وياندزياتوي دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس هيڅ کله سي اين اين ته دا نۀ دي ويلي چې گنې پاکستان دطالبانودمشر ملا عمراو نورو طالب چارواکو سره په تماس کې دى او کولى شي هغوي امريکا سره خبرو ته کښينوي.
دوياندله مخې سي اين اين دپوځي ويانددخبروگډوډکړى دى.
 بايد وويل شي تيره ورځ امريکايي تيليويزيوني چينل سي اين اين دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس يوه مرکه مخې ته راوړې وه او ويلي يې وؤ اطهر عباس په دغه مرکه کې په ډاگه کړې ده چې کۀ چرې امريکا دهند له پوه دپاکستان دانديښنو په ختموو کې مرسته وکړي نو پاکستان چمتو دى چې ددې په بدل کې دامريکا سره دطالبانو مشر ملا عمر او نور طالب مشران دخبرو اترو ميز ته راولي.
سي اين اين دپوځي وياند له خلې ويلي وؤچې دپاکستان پوځ  دملا عمر په  شمول دطالب مشرانو سره تماسونه لري.
له دې وړاندې هم څو کرته نړيوالې ميډيا او څيړونکودپاکستان په پوځ دطالبانو او تندلارو سره دتماس لرنې او دهغوي دملاتړ کولو تورونه لگولي وؤ خو دپاکستان پوځ مدام ددغسې تورونو منلو څخه انکار کوي او وايي پاکستانى پوځ دطالبانو سره هيڅ رقم اړيکې نۀ لري.
دميډيا راپورونو له مخې تير کال دامريکا لخوا پاکستان ته ځينې داسې ثبوتونه هم ورکړل شوي وؤ چې پکې دپاکستان استخباراتي شبکه ايي ايس ايي دطالبانو او تندلارو په تقويه کولو تورونه ثابتيدله. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی
د امریکې پوځي مرکز کې د ډزوله امله لږترلږه 13تنان وژل شوې دي
څیړونکي کتنه کوي چې ایا امریکا به افغانستان ته نورعسکر لیږي او که نه
جنوبي وزیرستان: پوځ ٢٤ طالبانو د وژلو او مکين ته ننوتلو ادعا کوي
کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي
ملگري ملتونه:  جنوبي وزيرستان کې دعامو خلکو په امنيت انديښمن دي
پاک پوځ : عملياتو کې ٢٨ جنگيالي او پنځه پوځيان وژل شوي
ډاکټرعبدالله: د حامد کرزی انتخاب غیرقانونی دی
جنوبي وزيرستان: پوځ وایي د طالبانو مظبوط ځاي لدها کې ٣٠ جنگیالي وژلي
باجوړ : تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي