VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پاک پوځ : طالبانو سره اړيکې نۀ لرو

11/07/2009

Major General Athar Abbas (File photo)
دپوځ دعامه اړيکو وياند نن دخالي په ورځ دسپيناوي پخپل بيان کې ويلي دي دپاکستاني پوځ وياند پسې د سي اين اين لخوا تړل شوې دغه خبرې هيڅ حقيقت نۀ لري
د پاکستاني پوځ وياند دامريکايي تيليويزيون سي اين اين دخلې دپاک پوځ په وياند پسې تړل شوې هاغه خبرې اترې رد کړي  په کومو کې چې دپوځي وياند په حواله ويل شوي وؤ پاکستان دطالبانو دمشر ملاعمر په گډون دنورو مشرانو سره اړيکې لري اودغه طالب مشران امريکا سره خبرو ته کښينولى شي.

دپوځ دعامه اړيکو وياند نن دخالي په ورځ دسپيناوي پخپل بيان کې ويلي دي دپاکستاني پوځ وياند پسې د سي اين اين لخوا تړل شوې دغه خبرې هيڅ حقيقت نۀ لري.
دعامه دڅانگې يا ايي ايس پي ار وياندزياتوي دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس هيڅ کله سي اين اين ته دا نۀ دي ويلي چې گنې پاکستان دطالبانودمشر ملا عمراو نورو طالب چارواکو سره په تماس کې دى او کولى شي هغوي امريکا سره خبرو ته کښينوي.
دوياندله مخې سي اين اين دپوځي ويانددخبروگډوډکړى دى.
 بايد وويل شي تيره ورځ امريکايي تيليويزيوني چينل سي اين اين دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس يوه مرکه مخې ته راوړې وه او ويلي يې وؤ اطهر عباس په دغه مرکه کې په ډاگه کړې ده چې کۀ چرې امريکا دهند له پوه دپاکستان دانديښنو په ختموو کې مرسته وکړي نو پاکستان چمتو دى چې ددې په بدل کې دامريکا سره دطالبانو مشر ملا عمر او نور طالب مشران دخبرو اترو ميز ته راولي.
سي اين اين دپوځي وياند له خلې ويلي وؤچې دپاکستان پوځ  دملا عمر په  شمول دطالب مشرانو سره تماسونه لري.
له دې وړاندې هم څو کرته نړيوالې ميډيا او څيړونکودپاکستان په پوځ دطالبانو او تندلارو سره دتماس لرنې او دهغوي دملاتړ کولو تورونه لگولي وؤ خو دپاکستان پوځ مدام ددغسې تورونو منلو څخه انکار کوي او وايي پاکستانى پوځ دطالبانو سره هيڅ رقم اړيکې نۀ لري.
دميډيا راپورونو له مخې تير کال دامريکا لخوا پاکستان ته ځينې داسې ثبوتونه هم ورکړل شوي وؤ چې پکې دپاکستان استخباراتي شبکه ايي ايس ايي دطالبانو او تندلارو په تقويه کولو تورونه ثابتيدله. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
شمالي وزيرستان کې امريکا ته دجاسوسۍ په تور 4 کسان وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
قبائيلي سيمو او هنگو کې 26 جنگيالي وژل شوي دي
هلمند: ځانمرگي بريد کې 10 کسان وژل شوي دي
د پاکستان کوئټه ښار کې د چاؤدنې له امله 4 کسان وژل شوې
د امریکې کانگرس کې به د صحت په اړه قانون باندې ووټ اچول کیږي
دلوړې کچې خبرو اترو لپاره دپاکستان هيئت واشنگتن ته ورسيدو
داورکزو او مومندو عملياتو کې 12 تندلاري وژل شوي دي
قريشي او جنرال کياني سټراټيجیکي خبرو اترو لپاره د امريکا په سفر روان شوي
اسلام اباد: امريکائي سفيرې وزيراعظم گيلاني سره ليدلي دي
هولبروک په پاکستان کې د طالب مشرانو نيونې ستائيلې دي
کرم ایجنسۍ :  د طالبانو ډلو ترمنځ نښتو کې 27 طالبان وژل شوي
کائي ايدي د پاکستان لخوا د افغان طالب مشرانو نیولو د خبرو لار وتړله 
اسلام اباد : په کرايانو کې د زياتوالي پر ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي
ليون پانېټا : القاعده په تيښته او د بریدونو توان یې کم شوی
جنرال سټينلى : کندهار کې د پراخه کچ عمليات روان دي
قريشي :امريکا له د ترهگرۍ پرضد جگړه کې ډیر  څه کول دي
امریکایي چارواکي : ډرون بريد کې دالقاعده مشر حسين اليمني وژل شوى دى
شمالي وزيرستان : په دویمه ورځ دډرون بريدونو نهه مشکوک ترهگر وژلي
کابل : دبس اؤ ټانکر د جنگيدو له امله 35 کسان وژل شوي دي
بشيربلور: ترهگرو د قوماندې توان دلاسه ورکړى دى
پاکستان: په نيول شوؤ امريکايانو فرد جرم لگول شوى دى
پيښور:په امنيتي پوسته بريدکې پنځه عسکر وژل شوي دي