![[insert caption here] [insert caption here]](/deewa/images/AFP_Afghanistan_NATO_soldiers_in_Kabul_eng_195_31oct063_0.jpg) |
| په وژل شوؤ عسکرو کې پنځه هاغه عسکر هم شامل دي چې دگزمې په مهال دچاؤدنو له امله وژل شوي دي |
د برتانیه دفاع وزرات ویلي چې دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په مهال يې په افغانستان کې اته پوځيان وژل شوي دي.
په وژل شوؤ عسکرو کې پنځه هاغه عسکر هم شامل دي چې دگزمې په مهال دچاؤدنو له امله وژل شوي دي.
په افغانستان دامريکا په مشرۍ په کال ٢٠٠١ء کې دائتلافي ځواکونودبريد څخه راپديخوا په دغه هيواد کې دبرټانيې ١٨٤ عسکر وژل شوي دي
دتيرو ١٠ؤ ورځو په مهال دڅلورو افسرانو په گډون ١٥برتانوي عسکر وژل شوي دي.
دا مهال دافغانستان په هلمند ولايت کې دطالبانو په ضد امريکايي پوځ په پراخه پيمانه عمليات پيل کړي دي.
په دغه ولايت کې دامنيت دساتنې مسؤليت دبرټانوي ځواکونو پسر دى.
تيره ورځ په اټلي کې خبريالانو ته دبرټانيې صدراعظم گورډن براؤن ويلي وؤ افغانستان څخه تر هغې خپل پوځونه ونۀ باسي ترڅو چې په په دغه هيواد کې ائتلافيانو خپل هدف ته رسيدلي او تندلارو او جنگيالو ته يې ماتې نۀ وي ورکړي.