 |
باراک اوباما دگهانا
پلازمينې عکرې ته له رسيدو وروسته دگهانا پارلمان ته پخپله وينا کې
وويل عکرې ته دهغه ورتگ او دگهانا دخلکو چارواکو ته
وينا کول دهغه لپاره دوياړ مقام دى
|
د امريکا جمهوررئيس باراک اوباما دگهانا پلازمينې عکرې ته له رسيدو وروسته دگهانا پارلمان ته پخپله وينا کې وويل عکرې ته دهغه ورتگ او دگهانا دخلکو چارواکو ته وينا کول دهغه لپاره دوياړ مقام دى.
لويديځ افريقايي هيواد گهانا ته په رسيدو د گهانا جمهوررئيس جان ايټا مپلز دسلگونو مشرانو سره هغه ته تود هرکلى وويلو.
ښاغلي اوباما وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ مربوطې اړيکې زياتې پياوړې دي
نوموړي زياته کړه هغه دامريکا دجمهوررئيس په توگه دصحارا لاندې کوم افريقايي هيواد ته په لمړي سفرکولو وياړ کوي.
اوباما دگهانا په مشرانوغږ وکړوچې ستاسو دولت دامريکا دولت ته پراختيا ورکولى شي، ستاسو روغتيا او امنيت دنړۍ امنيت او روغتيا کې اضافه کولى شي.
او ستاسو دډيموکراسۍ پياوړتيا په هر ځايې کې دخلکو دبشري حقونو پرمختيا کې مرسته کولى شي.
هغه وويل هيڅوک هم په داسې ټولنه کې اوسيدل نۀ غواړي چرته چې قانون ظلم ته لاره هواروي،ځکه دا ډيموکراسي نۀ بلکې ظلم دى او اوس ددې دله مينځه وړلو وخت رارسيدلى دى.
ځکه نو زۀ دافريقې خلکو او هيوادونو ته دنړۍ دبرخې په توگه نۀ گورم بلکې زۀ افريقې ته دائتلافي نړۍ دبنيادي برخې په توگه گورم.
جمهوررئيس اوباما وويل ستاسو دولت دامريکا دولت ته پراختيا ورکولى شي، ستاسو روغتيا او امنيت دنړۍ امنيت او روغتيا کې اضافه کولى شي.
او ستاسو دډيموکراسۍ پياوړتيا په هر ځايې کې دخلکو دبشري حقونو پرمختيا کې مرسته کولى شي.
جمهوررئيس وويل هاغه حکومت چې دخپلو خلکو هيلو ته درناوي لري دهاغه حکومت څخه بريالى وي څوک چې دغسې نۀ کوي.
دجمهوررئيس وينا وه پياوړى پارلمان، ايمانداره پوليس، بې پلوه قاضيان او ژورنالستان هاغه څۀ دي چې ډيموکراسۍ ته وده ورکولى شي