VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
گيلاني :دترهگرۍ مخه په تعليم نيول کيدلى شي

12/07/2009

Yousaf Raza Gillani-March 24-2008
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني وايي په پاکستان کې بهرني طاقتونه ترهگر دخپلو ناوړو غرضونو لپاره کاروي
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني وايي په پاکستان کې بهرني طاقتونه ترهگر دخپلو ناوړو غرضونو لپاره کاروي.

داسلام اباد په اسلامي پوهنتون کې زده کوونکو ته دوينا په مهال صدراعظم وويل ترهه گر دپردو دگټو دپاره کار کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي گيلاني وويل پاکستان ، افغانستان کې سولې او ثبات ته ليواله دى ،ځکه چې دغلته ثبات دپاکستان  پخپله گټه دى.
صدراعظم وويل حکومت به يې  په ميډيا هيڅ رقم قدغنونه ونۀ لگوي.
دهغه وينا وه که چرې ټولې ادارې داساسي قانون په چوکاټ کې خپل مسؤليتونه ترسره کړي نو هيڅ کله به ټکر رامينځته نۀ شي.
صدراعظم دا هم وويل چې دا مهال په هيواد کې نۀ خو صدارتي نظام وجود لري او نۀ پارلماني.
هغه وينا وه دهيواد موجوده نظام گډوډ دى او هغه غواړي ډيموکراسۍ ته وده ورکړي
نوموړي په هيواد کې دتندلاريتوب اصل لامل دتعليم کموت او جهالت وگرځولو او وې ويل چې يواځې دتعليم دپاره مسلمان امت ته پيښې ستونزې په غوره ډول هواريدلى شي.
ښاغلي يوسف رضا ګيلاني زياته کړه دترهګرۍ  له امله دقرآن او اسلام غلطه تشريح کيږي چې نن ددې په وجه دمسلمان امت په ګډون دنورو تهذيبونو لپاره هم ګواښونه سر راولاړوي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
اوباما به راتلونکې اونۍ افغان سټراټیجي اعلانوي

  نور رپو ټونه
پينډۍ:د ممبۍ دترهگريزوپيښو پړه په اوو کسانواچول شوې ده
سعودي عرب : دحج مناسک پيل شوي دي
دهنگو او اورکزو په عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي
جنرال کياني : د ترهگرو دنوغي ويستلو پورې به عمليات روان وي
اوبامه هند سره د تعلقاتو نور ژورولو غږ کړې دی
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي