پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او طالب جنگیالو تر منځ د هیواد په مختلفو برخو کې په نښتو کې یو شمېر جنگیالي وژل شوي.
دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دطالبانو په ضد عملياتو کې ١١ جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دجنوبي وزيرستان په سروکۍ او شاوخوا سيمو اوس پاس او مولا خان سرايى کې ترسره شوؤ عملياتو کې ١١ تندلاري وژل شوي او دغلته په يو سکول کې جوړه دتندلارو ځاله هم له مينځه وړل شوې ده.
اخوا په سپلاتويي سيمه کې تندلارو دامنيتي ځواکونو په قلعه په درنو او خودکاره وسلو سره بريد کړى خو کومه مرگ ژوبله پکې نۀ ده اوښتې.
دامنيتي ځواکونو د ځوابي عملياتو څخه وروستو تندلاري په تيښته کې بريالى شوي دي.
دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د١١ؤ جنګيالو دوژنې په هکله تصديق نۀ دى کړى خو
نن داتوار په ورځ يې پخپل بيان کې جنوبي وزيرستان دوضعيت په هکله ويلي دي تندلارو دامنيتي ځواکونو په پوسته در نشتر قلعه بريد کړى دى.
دپوځ وينا ده په دغه قلعه له بريد وروسته ددواړو خواؤ ترمينځه وسله واله نښته کې ١ پوځي وژل شوى دى.
همدغه راز دپاکستان پوځ خبر ورکوي چې دصوبه سرحد په نيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيلو په سپينه تاڼه سيمه کې ديو جومات دننه دنامعلومو ترهه گرو له لوري په بمي چاؤدنه کې ٢ عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دپوځ له مخې دصوبه سرحد دسوات په تاڼه کلي کې هم دخاصه دار ځواکونو دگاډي سره نزدې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنې له امله ٧ خاصه دار ژوبل شوي دي.
بل لوري ته سرچينې وايي دصوبه سرحد کوز دير په ميدان تحصيل کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دوام لري او بيگاه ټوله شپه دميدان تحصيل په کورشوم سيمه کې دتندلارو په ځالو گوله باري هم شوې ده چې پکې دپنځو جنگيالو دوژنې خبرونه ترلاسه شوي دي.
په سوات کې دتندلارو په ضد دعملياتو پايې ته درسولو د اعلان څخه وروسته اوس پاکستاني پوځيان خپل ټول پام په قبائيلي سيمو کې پټو شوؤ جنگيالو لوري ته گرځوي او څيړونکي وايي په دغو غرييزو سيمو کې تندلارو سره جگړه به دپاکستاني پوځيانو لپاره سخت ازميښت ثابت شي.
دپاکستان پوځ دا مهال په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر او القاعده پورې تړاؤ لرونکى بيت الله محسود دالوتکو او ځمکنيو عملياتو له لارې په نخښه کوي.
جنوبي وزيرستان دبيت الله محسود سيمه ده او هغه دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دترسره کيدونکو بمي چاؤدنو او ځانمرگيو بريدونو او په د٢٠٠٧م کال دډسمبر په مياشت کې دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې دپلان تر شا ککړ بلل کيږي.
پاکستان بيت الله محسود دځان لپاره ستر گواښ گڼي او امريکا په افغانستان کې دتندلارو په ضد روانه جگړه کې ترسره کيدونکو هڅو لپاره هغه له دې امله گواښ گڼي چې دجنوبي وزيرستان څخه دهغه دډلې جنگيالي په اسانۍ سره افغانستان ته په ائتلافي ځواکونو دبريدونو لپاره وراوړيدلى شي.