VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پاکستان: نښتو کې یو شمیر کسان وژل شوي

12/07/2009

دپاکستاني ځواکونو

پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او طالب جنگیالو تر منځ د هیواد په مختلفو برخو کې په نښتو کې یو شمېر جنگیالي وژل شوي.

 دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دطالبانو په ضد عملياتو کې ١١  جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دجنوبي وزيرستان په سروکۍ او شاوخوا سيمو اوس پاس او مولا خان سرايى کې ترسره شوؤ عملياتو کې ١١ تندلاري وژل شوي او دغلته په يو سکول  کې جوړه دتندلارو ځاله هم له مينځه وړل شوې ده.
اخوا په سپلاتويي  سيمه کې تندلارو دامنيتي ځواکونو په قلعه په درنو او خودکاره وسلو سره بريد کړى خو کومه مرگ ژوبله پکې نۀ ده اوښتې.
دامنيتي ځواکونو  د ځوابي عملياتو  څخه وروستو تندلاري په تيښته کې بريالى شوي دي.
دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د١١ؤ جنګيالو دوژنې په هکله تصديق نۀ دى کړى خو
 نن داتوار په ورځ   يې پخپل بيان کې  جنوبي وزيرستان دوضعيت په هکله ويلي دي  تندلارو دامنيتي ځواکونو په پوسته در نشتر قلعه بريد  کړى دى.
دپوځ وينا ده په دغه قلعه له بريد وروسته ددواړو خواؤ ترمينځه وسله واله نښته کې ١ پوځي وژل شوى دى.
 همدغه راز دپاکستان پوځ خبر ورکوي چې  دصوبه سرحد په نيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيلو په سپينه تاڼه سيمه کې  ديو جومات دننه دنامعلومو ترهه گرو له لوري په بمي چاؤدنه کې ٢ عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دپوځ له مخې  دصوبه سرحد دسوات په تاڼه کلي کې هم  دخاصه دار ځواکونو دگاډي سره نزدې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنې له امله ٧ خاصه دار ژوبل شوي دي.
بل لوري ته سرچينې وايي دصوبه سرحد کوز دير په ميدان تحصيل کې  دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دوام لري او بيگاه ټوله شپه دميدان تحصيل په کورشوم سيمه کې دتندلارو په ځالو گوله باري هم شوې ده چې پکې دپنځو جنگيالو دوژنې خبرونه ترلاسه شوي دي.
  په سوات کې دتندلارو په ضد دعملياتو پايې ته درسولو د اعلان څخه وروسته  اوس پاکستاني پوځيان خپل ټول پام  په قبائيلي سيمو کې پټو شوؤ جنگيالو لوري ته گرځوي او څيړونکي وايي  په دغو غرييزو سيمو کې تندلارو سره جگړه به دپاکستاني پوځيانو لپاره سخت ازميښت ثابت  شي.
 دپاکستان پوځ دا مهال په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر او القاعده پورې تړاؤ لرونکى بيت الله محسود دالوتکو او ځمکنيو عملياتو له لارې په نخښه کوي.
جنوبي وزيرستان دبيت الله محسود سيمه ده او هغه دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دترسره کيدونکو بمي چاؤدنو او ځانمرگيو بريدونو او په د٢٠٠٧م کال دډسمبر په مياشت کې دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې دپلان تر شا ککړ بلل کيږي.
پاکستان بيت الله محسود دځان لپاره ستر گواښ گڼي او امريکا په افغانستان کې  دتندلارو په ضد روانه جگړه کې ترسره کيدونکو هڅو لپاره  هغه له دې امله گواښ گڼي چې دجنوبي وزيرستان څخه دهغه دډلې جنگيالي په اسانۍ سره افغانستان ته په ائتلافي ځواکونو دبريدونو لپاره وراوړيدلى شي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
باراک اوبامه هند سره د تعلقاتونورژورولوغږ کړې دی

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي