VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پاکستان : دکډوالو دبيرته ستنيدنې لړۍ  د گل ورځ نه پيل کيږي

12/07/2009

[insert caption here]
د صوبه سرحد دملاکنډ ، سوات او بونير سيمو څخه دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ لکونو کډوالو دبيرته ستنيدنې لړۍ د گل دورځې څخه پيل کيږي.
  
د صوبه سرحد دملاکنډ ، سوات او بونير سيمو څخه دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ لکونو کډوالو دبيرته ستنيدنې لړۍ د گل دورځې څخه پيل کيږي.

دصوبه سرحد حکومت وايي دکډوالو دبيرته ستنيدنې لپاره يې بشپړ انتظامات کړي دي.
نن داتوار په ورځ دسرحد حکومت لخوا دسرحد حکومت لخوا دجاري کړل شوې اعلاميې له مخې بې کوره شوي خلک به دسبا څخه دلمړي پړاو په اساس ملاکنډ ، سوات او بونير ته ستنيږي او دغه لړۍ به تر ٥ؤ ورځو دوام ولري.
صوبايي حکومت وايي دوهم او ٤م پړاؤ به ددريوؤ ، دريوؤ ورځو وي.
په اعلاميه کې په ډاگه کړل شوې ده چې په لمړي پړا ؤ کې به سوات او بونير ته ټولټال ٣٢ زره بې کوره شوي کډوال ستنيږي او هغوي ته به دستنيدنې ټولې اسانتياوې صوبايي حکومت ورکوي.
دصوبه سرحد دواکمن گوند عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان ډيوه راډيو  سره په ځانگړو خبرو کې ويلي دي کومې سيمې چې دتندلارو څخه پاکې کړل شوي دي حکومت هلته دکډوالو دستنيدنې دپاره بشپړ انتظامات ترسره کړي دي.
زاهد خان زياته کړه ددغه خلکو دامنيت نيونې دپاره به د١٥٠٠ؤ پوليسو په گډون پوځيان هم په هاغو سيمو کې موجود وي.
وياند وويل دبيرته ستنيدونکو کډوالو په سيمو کې دبجلۍ گاز او اوبو اسانتياوې ورکړل شوي ، سکولونه او روغتونونه هم رغول شوي او حکومت به ستنيدونکو کډوالو سره  ديوې مياشتې دخوراکي موادو کومک هم کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې سناتور زاهد خان وويل دپوځي عملياتو له امله غرونو ته دختلو جنگيالو دبيرته راکوزيدلو او دکډوالو ژوند ته دخطر پيښولو گواښ داحتمال څخه بهر نۀ دى خو دکډوال دځان ومال خوندي کولو لپاره به پوځ په دغو سيمو کې موجود وي.
هغه وويل اولس او پوځ به په گډه دجنگيالو او ترهه گرو مخه نيسي.
بايد وويل شي دجولايي د١٣مې نيټې څخه دبې کوره شوؤ کډوالو دبيرته ستنيدنې اعلان دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني تيره اوونۍ ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال کړى ؤ.
دعوامي نيشنل گوند مرکزي وياند دپاکستان دمرکزي حکومت لخوا دکډوالو دستنيدنې په لړ کې دمرکزي حکومت لخوا په اخستل شوؤ گامونو مطمئن نۀ دى او ډيوه راډيو ته يې وويل مرکزي حکومت چې دکډوالو دبيرته پځايې کولو لپاره د٥٠ کروړه روپو دکومک کوم اعلان کړى ؤ هغه مرستې يې تراوسه نۀ دي ورکړي.
ښاغلي زاهد خان زياته کړه تر دې مهاله مرکز دا هم صوبايي حکومت ته نۀ ده په ډاگه کړې چې نړيوالې ټولنې دکډوالو لپاره څومره مرستې اعلان کړي ، دهغو مرستو له جملې څخه حکومت ته څومره مرستې ترلاسه شوي دي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
ملگري ملتونه : بې کوره شوي خلک بېرته لېږلو کې مرسته کولې شو
گېلاني : بې کوره شوي خلک به ١٣مې جولایي نه کورونو ته ستنېږي
 
  مهم خبر
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
امريکا : دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو اراده نۀ لرو
د جنوبي وزيرستان عملياتو کې ٨ جنگيالي او ٤ پوځيان وژل شوي دي
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
افغانستان : ناټو په بمباری کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي
جنوبي وزيرستان : پوځ د١٢ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې
اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده
بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی
د امریکې پوځي مرکز کې د ډزوله امله لږترلږه 13تنان وژل شوې دي
څیړونکي کتنه کوي چې ایا امریکا به افغانستان ته نورعسکر لیږي او که نه
جنوبي وزیرستان: پوځ ٢٤ طالبانو د وژلو او مکين ته ننوتلو ادعا کوي
کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي
ملگري ملتونه:  جنوبي وزيرستان کې دعامو خلکو په امنيت انديښمن دي
پاک پوځ : عملياتو کې ٢٨ جنگيالي او پنځه پوځيان وژل شوي
ډاکټرعبدالله: د حامد کرزی انتخاب غیرقانونی دی
جنوبي وزيرستان: پوځ وایي د طالبانو مظبوط ځاي لدها کې ٣٠ جنگیالي وژلي
باجوړ : تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي