VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
اوباما د روژی  په پيل  دنړۍ مسلمانانو ته مبارکي ویلي

22/08/2009

[insert caption here]
 امريکايي جمهوررئيس براک اوباما دروژې د مبارکې مياشتې  په راتلو سره مسلمانانو ته  دمبارکۍ په ورکولو ويلي دي مونږ دامريکا دپولو څخه بهر دزياتې، پياوړې او خوندي نړۍ دجوړولو دمسؤليت لپاره ژمن يو
امريکايي جمهوررئيس براک اوباما دروژې د مبارکې مياشتې  په راتلو سره مسلمانانو ته  دمبارکۍ په ورکولو ويلي دي مونږ دامريکا دپولو څخه بهر دزياتې، پياوړې او خوندي نړۍ دجوړولو دمسؤليت لپاره ژمن يو.

دبراک اوباما په وينا همدغه وجه ده چې دعراق څخه جنگ ختموؤ او دتندلارو او ترهه گرو په جرړو ويستلو دافغانستان او پاکستان په گډون سيمه کې اولسونه واکمن جوړوؤ.
 دروژې  دپيل په اړوند پخپل پيغام کې براک اوباما ويلي دي مونږ ددوؤ رياستونود هواري دملاتړ په ليکه ولاړ يو چې د اسرائيل او فلسطيني اولس په امن او سلامتۍ کې  د اوسيدو ضرورت ته غاړه ايښودل دي.
دامريکا جمهوررئيس وايي امريکا پخپل دې هوډ ولاړه ده چې مسلمانانو سره په اړونده گټو او داړونده درناوي په اساس داړيکو ټينگولو لپاره هڅې دوامداره وساتل شي.
داوباما په وينا دتجديد په موجوده وخت کې هغه دامريکا او دنړۍ داسلامي هيوادونو ترمينځ داړيکو دنوي دور دپيل کولو دارادې پخلى کوي.
هغه وويل څنگه چې يې په قاهره کې ويلي وؤ چې دغه نوې اړيکې به ديو بل په اوريدلو، ديو بل څخه په زده کړه کولو، ديو بل په درناوي او يو بل ته دنزدې کيدو داحساس په څرگندولو کې وي.
اوس هم په دې باور دى چې بايد ددغسې کولو دپاره هڅې وکړل شي.
دروژې په اړوند براک اوباما پخپل پيغام کې وايي  دبرکتونو څخه په ډاکه دغه مياشت کې په محمد(ص) قران کريم نازل شوى چې پيل يې داقرا(ولوله) څخه کيږي.
  اوباما ويلي دي هغه دامريکايي اولس له لوري  چې پکې دامريکا دټولو رياستونو دننه اوسيدونکي مسلمانان شامل دي دامريکې او ټولې نړۍ مسلمانانو ته دروژې دمياشتې په پيل مبارکي ورکوي.
 امريکايي جمهوررئيس ويلي دي دبيلا بيلو مذهبونو منونکي خلک دروژې مياشت زمونږ دورورولۍ او کورنيو په حواله پيژني.
هغه وايي زۀ پوهيږم چې دا مياشت دخوشحالو څخه دډکو لمحو زيري دځان سره راوړي ،کله چې دکورنۍ خلک يو ځايې راټوليږي او روژه ماتى کوي.
دبراک اوباما په وينا رمضان دعبادتونو او پرهيزگارۍ مياشت ده او په دغه مياشت کې مسلمانان دورځې روژې نيسي، دشپې تراويح کوي او دقران پاک په تلاوت بوخت وي.
براک اوباما وايي روژه يو داسې وصف دى چې  دهغه دعيسايي مذهب په گډون په بيلا بيلو مذهبونو کې وجود لري.
بل لوري ته جمهوررئيس براک اوباما افغان اولس ته دطالبانو ددړکو باوجود دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې په برخه اخستو مبارکي ورکړې ده.
دجمعې په ورځ سپينه ماڼۍ کې دوينا په وخت براک اوباما دافغانستان ټولټاکنې افغان اولس ته دخپل راتلونکي دپريکړې دپاره يو مهم پرمختگ وگرځولو.
هغه وويل لکونو افغانانو ټولټاکنو کې په برخې اخستلو سره پخپله دخپل مشرتابۀ دټاکلو حق کارولى دى.
دامريکې جمهوررئيس يوځل بيا په ډاگه کړه چې امريکا په دغه ټولټاکنو کې دکوم کانديد ځانگړى ملاتړ نۀ کوي، بلکې غواړي چې دټولټاکنو نتيجې دې داولس دخوښې مطابق وي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
شمالي وزيرستان : دډرون بريد  لس کسان وژلي دي

  نور رپو ټونه
تښتول شوى برتانوي ماشوم ساحل خلاص کړل شوى دى
پاکستاني مطبوعاتو د پنجاب صوبې د وزیراعلی' د بیان غندنه کړې
امریکایي حکومت فاټا کې سړکونو لپاره سامان ورکړی دی
اوباما او کرزى افغانستان  کې دسولې په هڅو غږيدلي دي
افغانستان او پاکستان کې دامریکې د شخصي جاسوسانو جال؟
افغان حکومت : امنيتي ځواکونو٥ ځانمرگي بريدکوونکي وژلي دي
امريکائي سفيرې صدرزرداري سره ليدلي دي
په قندهار کې څلورو ځانمرگي بريدونو٣٥ کسان وژلي
اورکزۍ ايجنسي کې دجيټ الوتکو بمبارۍ ١٦ جنگيالي وژلې
هيلري کلنټن دلاهور ځانمرگي بريدونه غندلي دي
ارزگان : دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شو ي دي
سوات کې ځانمرگي بريد 13 کسان وژلي دي
ميا افتخار: ملاکنډ کې مو دتندلارو ملا ماته کړې ده
لاهور په  ځانمرگي بريدونو کې د مړو شمېره 50ؤته رسېدلې ده
امریکا خارجه   تيرکال  پاکستان کې د انساني حقونو وضعيت خراب ؤ
کراچۍ:مولانا جلال پوري او درې نور وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي
د امریکې خارجه وزارت وايي پاکستان کې د انساني حقوقو حالت خراب دی
کرزى : پاکستان د افغانستان په جوړ جاړي کې اهم رول لري