 |
د افغانستان په پایه تخت کابل کې دامريکاد يوې
پوځي اډې ترڅنگ په ترسره شوي ځانمرگي بريدکې دناټود دريو پوځيانوپه گډون
٦کسان ژوبل شوي دي
|
د افغانستان په پایه تخت کابل کې دامريکاد يوې پوځي اډې ترڅنگ په ترسره شوي ځانمرگي بريدکې دناټود دريو پوځيانوپه گډون ٦کسان ژوبل شوي دي .
په کابل کې دپيښودپلټنودپوليسومشرعبدالغفار دپيښې دجزئياتوڅرگندولوپه وخت خبريالانوته ويلي دي دغه پيښه دجمعې دورځې په سحرهغه مهال رامينځته شوه چې په يوگاډي کې ناست ځان وژونکي دفونيکس په نوم دامريکايي پوځيانودکمپ سره جوخت خپل دباردوڅخه ډک گاډى ديوپوځي گاډي سره ټکرکړو.
هغه وويل په دغه پيښه کې درې ائتلافي عسکراؤ درې عام وگړي ژوبل شوي دي.
فونيکس په افغانستان کې دامريکاهغه پوځي اډه ياکمپ دى چې پکې افغاني عسکرتربيه کولى شي.اؤ دغلته دناټوځواکونه هم په گڼ شميرکې ميشته وي.
دطالبانودغورځنگ وياند ذبيح الله مجاهددټيليفون لۀ لارې خبريالانوته ددغه ځانمرگي بريد مسوليت قبول کړى دى اؤ ادعايې کړې ده چې په پيښه کې دناټود٢٠عسکرو د وژل کيدوترڅنگ دهغوئ څلورټانکونه هم تباه شوي دي خوهيڅ يوې ازادې سرچينې دطالبانوددغه ادعاتصديق نۀ دى کړى