 |
| حامد کرزي دراتلونکو ٥ؤ کلونو لپاره يو ځل بيا دافغانستان دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده. |
حامد کرزي دراتلونکو ٥ؤ کلونو لپاره يو ځل بيا دافغانستان دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده.
دلوړې ددستورې په مهال په پلازمينه کابل او خواؤشا ولايتونو کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
دلوړې کولو په دغه دستوره کې دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې هيلري کلنټن، دبرتانيې دبهرنيو چارو دوزير ډيوډ ملي بينډ او دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري ترڅنگ د 42ؤ هيوادونومشرانواؤ استازو برخه واخسته.
دطالبانو دحکومت دنسکوريدو څخه وروستو حامد کرزى دوه ځله داولس درايو په نتيجه کې دجمهوررئيس څوکۍ ته ټاکل شوى دى او دافغانستان خلک دخپل هيواد په اړه دهغه څخه زياتې هيلې لري.
په دوهم ځل دافغانستان دجمهوررئيس په توگه دلوړې کولو څخه وروستو ښاغلي کرزي وويل دبيارغونې لپاره به تر ممکنه حده دهغه حکومت هڅې وکړي او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکو ٥ؤ کلونو کې به افغان پوځ دهيواد دامنيت ټينگولو جوگه شي.
حامد کرزي دطالبانو سره دروغې جوړې لپاره دقومي مشرانو جرگه هم راغوښتې ده.
هغه دا هم وويل چې باور کوي په افغانستان کې به دترهه گرۍ نړيوالې ستونزې ته ماتې ورکړي.
حامدکرزي وويل مونږ په افغانستان کې دټولنيزې، عدالتي او انتظامي بيارغونې لپاره ممکنه هڅې کوؤ.
هغه وويل دجمهوررئيس ذمه وارۍ ډيرې درنې وي او په راتلونکي کې به ددغو ذمه واريو په ايماندارۍ سره سرته درسولو هڅې وکړي.
دافغان جمهور رئيس وينا وه دا مهال په هيواد کې بډې رشوتونه تر ټولو ستره ستونزه ده او هاغه کسان چې په بډو رشوتونوکې ککړوي محکمو ته به راکش کولى شي.
هغه دا هم وويل چې حکومت به يې دمخدره موادو په قاچاق اؤ کاروبارکې د ککړو کسانوپه ضد گامونه اخلي.
کرزي وويل ډير زر به ددغو ستونزو دهواري لپاره کابل کې يو کانفرنس جوړکړل شي.
هغه وويل دامنيت دټينگښت لپاره دلويې جرگې راغوښتل زيات ضروري دي.
کرزي وويل زۀ د افغانستان دهر ولايت، هرې قبيلې ، هر ځايې ،هر عمر دخلکو خدمتگار يم.
هغه وويل زۀ دافغانستان دماشومانو ، ښځو ، سپين ږيرو او ځوانانو خدمتگار يم او دجمهوري رياست په ټاکنو کې برخه اخستونکو ټولو کانديدانو ته بلنه ورکووم چې راشي او دقام خدمت وکړي.
حامد کرزي هوډ څرگند کړو چې هغه به داسې پوهه او تجربه کار وزيران پخپله کابينه کې اخلي چې صلاحيتونه او فکرونه يې دافغانستان دغوره برخليک په ټاکلو کې مهم کردار ولوبوي.
له دې وړاندې دافغانستان دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دحامد کرزي دلوړې په دستوره کې دبرخې اخستو په غرض کابل ته درسيدو څخه وروستو خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وؤدا مهال افغانستان ديو سخت وخت سره مخ دى.
هغې وويل اوس مهال حامد کرزي او دهغه حکومت ته دافغانستان دخلکو سره ديو تړون موقع ده.
هيلري وويل مونږ دافغانستان دحکومت او خلکو سره مضبوطه ملگرتيا غواړو.