VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي

22/11/2009

[insert caption here]
 د هند په اسام رياست کې پرله پسې  دوه بمي چاؤدنې شوي چې پکې شپږ کسان وژل شوي او د40ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي 
د هند په اسام رياست کې پرله پسې  دوه بمي چاؤدنې شوي چې پکې شپږ کسان وژل شوي او د40ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.

دپوليسو له مخې  لمړۍ چاؤدنه دهند داسام رياست په نالباړي سيمه کې دپوليسو دټانې څخه بهر په موټر سائيکل دنصب شوؤ چاؤديدونکو موادو له امله شوې ده.
پوليس وايي ددغه چاؤدنې څخه لږه شيبه پس په نزدې يو بازار کې بله چاؤدنه هم وشوه.
 پوليسو ددغو چاؤدنو مسؤليت داسام دبيلتون خوښو ديو والي محاذ  يا الفا نومې تندلارې ډلې باندې اچولى دى خو دځايې تندلارو يو وياند ددغو چاؤدنو دمسؤليت قبلولو څخه انکار کړى دى.
دغه چاؤدنې وروستو له هغې رامينځته شوې کله چې نوي ډلي  اعلان وکړو چې  حکومت به تندلارو سره دخبرو اترو او ياغيتوب ختمولوپه غرض دياغيانو مشرانو ته خوندي لاره ورکوي.
الفا په کال 1990 کې په هندي ځواکونو بريدونه پيل کړي وؤ چې تر دې دمه روان دي او هم په دغه کال هند دغه تنظيم ترهه گر بللى ؤ.
دوه اوونۍ دمخه دبنگله ديش څخه دالفاء دوه مهم مشران شيشدهر چوهدري او چترون هزاريکا نيول شوي وؤ.
دروان کال داپريل په مياشت کې هم په اسام کې دوه بمي چاؤدنې ترسره شوې وې چې پکې ٧ کسان وژل شوي او خواؤشا ٥٠ ژوبل شوي وؤ.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
په قندهار کې څلورو ځانمرگي بريدونو٣٥ کسان وژلي

  نور رپو ټونه
امريکائي سفيرې صدرزرداري سره ليدلي دي
اورکزۍ ايجنسي کې دجيټ الوتکو بمبارۍ ١٦ جنگيالي وژلې
هيلري کلنټن دلاهور ځانمرگي بريدونه غندلي دي
ارزگان : دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شو ي دي
سوات کې ځانمرگي بريد 13 کسان وژلي دي
ميا افتخار: ملاکنډ کې مو دتندلارو ملا ماته کړې ده
لاهور په  ځانمرگي بريدونو کې د مړو شمېره 50ؤته رسېدلې ده
امریکا خارجه   تيرکال  پاکستان کې د انساني حقونو وضعيت خراب ؤ
کراچۍ:مولانا جلال پوري او درې نور وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي
د امریکې خارجه وزارت وايي پاکستان کې د انساني حقوقو حالت خراب دی
کرزى : پاکستان د افغانستان په جوړ جاړي کې اهم رول لري
پېښور: ځانمرگي برید په هڅه کې درې ترهگر وژل شوي
جنرال مسعود اسلم: مولانا فضل الله دسوات څخه تښتيدلى دى
واشنگټن : اوباما د دهيټي جمهوررئيس سره ليدلي دي
شمالي وزيرستان: د ډرون بريدونوکې لږ ترلږه 12کسان وژل شوي دي
احمدي نژاد : امریکایي ځواکونه افغانستان کې امن نه شي پرځاې کولی
اسلام او کابل د ترهگرۍ  پرضد همکارۍ په زیاتولو صلاح شوي
مانسهره : دغيردولتي تنظيم په دفتر بريد کې پنځه کسان وژل شوي دي
یونس خان او محمد یوسف باندې بندیز لگول شوی دی