VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
کشميرکې ١١ هندي پوځيان وژل شوي

08/02/2010

Kashmir.jpg
د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د پوځ د تربیي مرکزباندې د واورې د گټ د غورځیدو له امله ١١ پوځیان وژل شوې
دهند تر ولکې لاندې کشمير کې دپوځ په يو تربيتي مرکزدواورې دگټ غورځيدو له امله ١١ هندي پوځيان وژل شوي او د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه په خلان مرگ سيمه کې رامينځته شوې ده  چې دغيرملکي او ځايې سيلگرانو ديو مشهور سيلگرۍ دمقام گل مرگ سره نزدې ده.
په سيمه کې يو پوځي وياند کرنل وينيت سود خبريالانو ته ويلي دي تر دې مهاله امنيتي ځواکونو دلټونې او ژغورنې په عملياتو کې ١٥ پوځيان راويستلي دي.
دهغه وينا وه په کوم وخت چې دواورې دغه گټ په سکول راپريوتو نو  هلته د٣٠ؤ اولسي کارکوونکو په گډون تر ۴٠٠ؤ پورې کسان موجود وؤ  خو دواورې گټ يواځې په يوه برخه راپريوتى دى.
خو چارواکي وايي دواورې دگټ راپريوتو له امله  سيلگرانو ته دمرگ ژوبلې اوښتو انديښنه نشته ځکه چې دغه پيښه په کوم ځايې کې رامينځته شوې هغه دسيلگرۍ دځايې څخه په لوړه پروت دى.
دهند دپوځ تربيتي مرکز ٩ زره فټه (٢٧٣٠مييټره) په لوړه په کشمير کې دلائن اف کنټرول سره نزدې موقعيت لري.
دپوځ يو وياند وويل ۴٠ پوځيان امدادي ډلو ددغه ځايې څخه راويستلي دي خو انديښنه يې وښودله چې په لسگونو پوځيان اوس هم په واوره کې نښتي دي.
وياند وويل په سيمه کې دواورې دورښت او لړې له امله په امدادي کارونو کې سخته ستونزې رامينځته کيږي.

 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
قريشي :امريکا له د ترهگرۍ پرضد جگړه کې ډیر  څه کول دي

  نور رپو ټونه
جنرال سټينلى : کندهار کې د پراخه کچ عمليات روان دي
امریکایي چارواکي : ډرون بريد کې دالقاعده مشر حسين اليمني وژل شوى دى
شمالي وزيرستان : په دویمه ورځ دډرون بريدونو نهه مشکوک ترهگر وژلي
کابل : دبس اؤ ټانکر د جنگيدو له امله 35 کسان وژل شوي دي
بشيربلور: ترهگرو د قوماندې توان دلاسه ورکړى دى
پاکستان: په نيول شوؤ امريکايانو فرد جرم لگول شوى دى
پيښور:په امنيتي پوسته بريدکې پنځه عسکر وژل شوي دي
جنرال پيټرياس : روان کال به افغانستان کې دجگړو په حواله سخت وي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد  لس کسان وژلي دي
تښتول شوى برتانوي ماشوم ساحل خلاص کړل شوى دى
پاکستاني مطبوعاتو د پنجاب صوبې د وزیراعلی' د بیان غندنه کړې
امریکایي حکومت فاټا کې سړکونو لپاره سامان ورکړی دی
اوباما او کرزى افغانستان  کې دسولې په هڅو غږيدلي دي
افغانستان او پاکستان کې دامریکې د شخصي جاسوسانو جال؟
افغان حکومت : امنيتي ځواکونو٥ ځانمرگي بريدکوونکي وژلي دي