ايبټ اباد کې دپاکستان پوځي اکيډيمۍ کاکول سره نزدې ديو غرۀ څخه دجمعې په سحر راکټونه داغل شوي چې له امله يې دپوځي افسرانو ددغه تربيتي اکيډيمۍ بهرني ديوال ته زيان رسيدلى خو پيښه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
دايبټ اباد ضلعي رابطه افسر سيد امتياز حسين شاه ترمخه دنزدې غرۀ څخه نهه راکټونه داغل شوي چې دهغې څخه درې راکټونه دپوځي اکيډيمۍ کاکول بهرني ديوال سره لگيدلي.
هغه وويل نور شپږ راکټونه دابادۍ په سيمه کې لگيدلي خو دهغې له امله هم چاته کوم زيان نۀ دى رسيدلى.امتياز حسين شاه وائي چې مونږ په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي. په سملاسي توگه ددغه بريد ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې.
عيني شاهدان وائي هغوي دشپې درې نيمې بجې دگڼ شمير چاؤدنو غږونه واوريدل او دجمعېدسحر څخه ښار کې امنيتي انتظامات سخت کړل شوي دي.
دخيبرپښتونخوا صوبې دغه سياحتي ښار يوه حساسه سيمه گڼل کيږي، هم ايبټ اباد ښار کې دپوځي کاکول اکيډيمۍ څخه په لږه فاصله دبلال ټاؤن سيمه کې تير کال دمئ په دوهمه نيټه دشپې په وخت دامريکا ځانگړو ځواکونو په يوه خفيه کارروايۍ کې دالقاعده مشر اسامه بن لادن وژلى ؤ

