دبلوچستان ساحلي ضلعې گوادر سره نزدې ايراني سرحدي ځواکونو پخپلو حدودو کې شپږ پاکستانيان په ډزو سره وژلي او دوه يې ژوبل کړي.
دگوادر ډپټي کمشنر عبدالرحمان وائس اف امريکا ته ددغه پيښې په اړه وويل دپاکستان او ايران ترمينځ په سرحدي پټۍ موقعيت لرونکي زاران ښار څخه دبلوچستان مختلفو سيمو سره تعلق لرونکو اتوؤ کسانو په يو ټرک کې څاروي وړل ، خو کله چې هغوي ايران ته داخل شول نو سرحدي ځواکونو پرې ډزې پيل کړې.
هغه وويل دوژل شوؤ کسانو دمړو او ژوبل کسانو بيرته راوړلو لپاره دايران سرحدي چارواکو سره تماس نيولى شي، دوژل شوؤ څخه دڅلورو تعلق دبلوچستان تربت ضلعې سره دى او پاتې دوه دگوادر اوسيدونکي دي.
عموماً دگوادر تاجران دڅاروؤ خرڅ لپاره دايران په سرحدي ښار چاه بهار ايران ته پورې اوځي او دچارواکو ونا ده دزيارت په ورځ وژل شوي دغه کسان هم په دې غرض ايران ته ورغلي وؤ.
په ډاگه دې ويچې دبلوچستان دواشک ضلعې په ماشکيل سيمه کې تير کال په 31 دسمبر دايران سرحدي ځواکونه دپاکستان حدودو ته ور اوښتي او په يو گاډي يې ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې سعيد ريکي نومې ځوان وژل شوى او دهغه ورور ژوبل شوى ؤ، ډزې کوونکي دايران درې سرحدي عسکر دپاکستان نيمو پوځي عسکرو يا ايف سي نيولي وؤ چې دوژل شوي تن درشته دارانو سره دتحريري راضي نامې وروستو خوشې کړل شوي وؤ..

