د پاکستان حکومت د هېواد قبایلی سیمو لپاره د پوځی او د یوانی مقدمو په اړه د اپیلونو اوریدو عدالت یا ټریبیونل اعلان کړې.
د اعلان تر مخه دغه عدالت کښې به درې قاضیان کارکوي. او ددوي اختیارات به د هایی کورټ برابر وي. په قبایلی سیمو کښې د عدالتی فیصلو پر ضد د اپیل حق ځایی وګړو ته نه ؤ.
په پخوانی قانونی نظام کښې تر ټولو غټ حکومتی چارواکی پولټیکل ایجنټ فیصله به آخری آمر ګنل کیدو.
د ټریبیونل جوړیدو اعلان ته په خپل غبرګون کښې د سرحدی او ریاستی اُمورو یا سیفران مرکزی وزیر انجینیر شوکت الله ډیوه راډیو ته وییلی تمه لري نوی عدالت به د قبايلي سېمو وگړو لپاره انصاف اسان کړی.
په قبایلی سیمو کښې د فاټا ټریبیونل جوړیدل د دغه سیمو لپاره د صدر زرداری د اعلان شوو اصلاحاتو برخه ده.
ښاغلی زرداری تیر کال د اګست په ۱۲ نیټه د قباییلی سیمو لپاره اعلان شوی اصلاحاتو کښې دا هم وئیلی وؤ چی د سیاسی فعالیتونو قانون به قباییلی سیمو ته غزوي.

