ختيز افغانستان کې يو افغان عسکردجمعې په ورځ په ډزو سره  دفرانس څلور پوځيان وژلي او 17نور يې ژوبل کړي دي، چې له دې وروستو فرانسيسي صدر  جگړه ځپلي هيواد کې  دمشترکه پوځي  عملياتو ځنډولو اعلان کړى دى.
 کابل کې دنيټو وياند وئيلي دي  دفرانسيسي پوځيانو دوژنې  پيښه ختيز ولايت کاپيسا په تگاب سيمه کې رامينځته شوې  او بريدکوونکى په فوري توگه نيول شوى دى.
 دفرانس صدر  نکولس سرکوزي  دخپلو پوځيانو دوژنې وروستو افغانستان کې دفرانسيسي پوځونو  عمليات په دې وئيلو سره  دځنډولو اعلان کړى چې  دهغه هيواد دخپلو پوځيانو په ويستلو غور کوي.
دافغان ځواکونو په ډزو دبهرنو پوځيانو دوژنې دغه رقم پيښې له دې وړاندې هم رامينځته شوي  چې له امله يې دمقامي او غيرملکي پوځونو ترمينځ دباور فضاء ته په داسې وخت کې زيان رسيدلى چې  امريکا او نيټو 2014م تر اخره پورې افغانستان څخه  دخپلو جنگي پوځونو دويستو عمل شروع کړى دى