د هندوستان سرښار نوي دلي او د جارجیه سرښار تبلیسي کې د اسرائیل په سفارتکارانو د گل په ورځ بمي حملې شوې دي، په نتیجه کې يي څلور کسان زخمیان شوې دي. د یو زخمي شوې کس حالت نازک ویل کیږي.

چارواکې وائي دلي کې شوې بمي چاؤدنه کې د اسرائیل سفارتخانې د عسکري اټیشي ښځه او ډرائیور په زخمیانو کې شامل دي. او په تبلیسي کې د اسرائیلي سفارتکار موټر سره لگول شوی بم په محفوظه ډول بې کاره کړی شوی دی.

د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د واک من لیکود گوند غړو ته وئیلي ایران هندوستان او جارجیا کې د حملو پشا دی. هغه زیاته کړه د تهران حکومت نړۍ کې د ترهگرۍ تر ټولو لوې مرستیال دی. هغه دا ورستۍ حملې تیره میاشت په تهائي لینډ او آزربائیجان کې د شنډو بریدونو سره ووتړلې چې يي ذمه واري په ایران او حزب الله اچولې ده.

نوي دلي کې د ایران سفیر مهدي نبیزادی د بینجمن نیټن یاهو الزامات رد کړې او دا يي مکمل دروغ گرځولې دي. هغه وویل ایران د ترهگرۍ د ټولو حملو مخالفت کوي.

د گل په ورځ د اسرائیل په مفاداتو د شوو حملو ذمه واري چا په سملاسي توگه په غاړه نه ده اخستي.

د کال ٢٠٠٨ د فیبرورۍ په ١٢ مه نیټه شام کې د حزب الله عسکري چارو مشر اماد مغنیه په موټر کې د بم چاؤدنه کې د وژل کیدو ١٢م کال په مناسبت اسرائیل په خارجي هیوادونو کې په خپلو سفارتخانو امنیتي گامونه سخت کړې وو. حزب الله د اماد مغنیه د وژنې الزام په اسراښیل لگولی دی او د انتقام اخستلو ژمنه يي کړې ده.