ایران وئیلي برطانیه او فرانس ته يي د خام تیلو خرڅون بند کړی دی، چې د هاغه ممکنه بندیز په ضد کې اخستی شوی گام ښکارې چې ترمخه يي د اروپائي اتحاد یا د پورپیئن یونین هیوادونه يي ایران نه د خشاک د واردولو خلاف اخستل غواړي.
د ایران د تیلو وزارت د اتوار په روځ وئیلي چې د برطانيي او فرانس کمپنو ته د تیلو خرڅون تړلی شوی دی او په ځائي يي نورو خریدارانو ته د تیلو رسد شورو شوی دی.
د ایران گام د پورپیئن یونین د طرفه د هاغه ممکنه بندیز خلاف پورته کړی شوی دی چې ترمخه به يي یورپي هیوادونه د جولائي د میاشت د وړمبۍ نیټې نه ایران نه د تیلو صادرات بندوي.
د یورپي اتحاد د طرف په ایران بندیز د ایران د ایټمي پروگرام په سرد اقتصادي فشار برخه ده. غربي هیوادونه وائي ایران ایټمي وسله جوړول غواړي خو ایران دا خبره ردوي.
څیړونکې وائي په برطانیه او فرانس د ایران د تیلو بندیدولو به څه سخت اثرات رامنځته نشي خو لکه د اټلي، سپین او یونان غوندې نور هیوادونه ډیر اغیز من کیدی شي.
د ایران د تیلو د صادراتو یا بهرنیو هیوادونو ته د خرڅون یواځې ١٨ فیصد برخه د یورپي یونین ٢٧ ؤ هیوادونو ته رسیږي خو زیاتره برخه يي د ایشیا ملکونو ته ځي چې پکې چین او هندوستان شامل دي.
بل خوا د امریکا د قامي سلامتیا صلاحکار ټام ډونیلن یروشلم کې اسرائیلي چارواکو سره لیده کاته کړې دي. دا خبره په داسې وخت کې کیږي چې د ایران ایټمي پروگرام په سر تاؤتریخوالی زیات شوی دی او رپورټونه وائي اسرائیل د ایران خلاف د برید تیاری کوي.
د امریکائي ځواکونو د مشترکه کمیټۍ مشر جنرل کارټن ډیمسي وئیلي د ایران ایټمي ودانو باندې د اسرائیل حمله به څه د هوښیارتیه گام نه وي. د امریکې سې این این ټیلې ویژن سره مرکه کې جنرل ډیمپسي وویل د ایران خلاف حمله به بې ثباتي رامنځته کړي او د اسرائیل مقاصد به هم ترلاسه نشي.
او لندن کې د برطانیه خارجه وزیر ویلیئم هیگ هم خبرداری کړی چي اسرائیل حمله به د عقل کار نه وي. هغه وویل په ایران د حملې په ځائي دې د بندیزونو او مزاکراتو ته کار واخستلی شي چې ایران قانع کړی شي چې خپل ایټمي وسلو جوړولو هلې ځلې پریښدي.

