دافغانستان صدر حامد کرزي په دغه هيواد کې دروانې لس کلنې جگړې دپايې دپاره طالب مشرانو ته خپل حکومت سره نيغ په نيغه دخبرو اترو کولو بلنه ورکړې او په دغه لړ کې يې دگاونډي هيواد پاکستان څخه هم دمرستې غوښتنه کړې ده.
دصدر کرزي دفتر څخه په جاري شوي يو بيان کې افغان صدر وئيلي دامن مقصدونو ته دحقيقت دشکل ورکولو دپاره طالبانو ته بلنه کورؤ چې راشي او افغان حکومت سره نيغ په نيغه خبرو ته کښيني.
په بيان کې افغان صدر وئيلي دي په افغانستان کې دامنيت دټينگښت په لړ کې دپاکستان مرسته زيات ارزښت لري ځکه نو بايد پاکستان افغانستان کې دامن ټينگيدو دپاره دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ نيغ په نيغه خبرو کې خپله بشپړ مرسته وکړي.
هم د نهې په ورځ حامد کرزي دامريکا صدر براک اوباما سره ټيليفوني خبرو کې دپاکستان داوسني سفر او دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ دخبرو په بابله خيالات تبادله کړل.
افغان صدر حامد کرزي په ډاگه کړې ده چې افغانستان کې دامنيت دټينگښت عمل کې دپاکستان مرسته زيات ارزښت لري.
پخپل بيان کې افغان صدر وائي دامن عمل مقصد دطالبانو په شمول ټول هاغه افغانان هيواد کې دپرامنه ژوند په لوري بوتلل چې دهغه په قول دافغانستان سياسي عمل کې شريک نۀ دي.
تيره ورځ وائس اف امريکا سره خبرو کې دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند پاکستان څخه غوښتنه کړې چې پخپله خاوره پټ تندلاري مشران دې دامنيت دټينگښت عمل کې په برخې اخستو مجبور او دطالبانو سره دافغان حکومت مذاکراتو کې گټور کردار ادا کړي.

