چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دجمعې په ورځ دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه 11 جنگيالي وژل شوي او 19 نور ژوبل شوي دي.
امنيتي ځواکونو دکرمې ايجنسۍ په ماموزۍ سيمه کې دتندلارو په خواؤشا دريوؤ شکمنو ځالو گولې ورولي، په دغه سيمه کې دتيرو څو اوونو راهسې دپاکستاني پوځيانو او وسله والو جنگيالو ترمينځ روانو نښتو کې تر دې مهاله په لسگونو کسان وژل شوي.
سيمې پورې دخبريالانو دورتگ دمحدودتيا له امله په ازاده توگه ددغه کارروايۍ او پکې داوښتې مرگ ژوبلې پخلى ناممکن دى. دروان کال دپيل څخه تر دې مهاله پاکستاني پوځيان په سيمه کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دي.

