امريکائي قيادت ته دليږل شوې لانجمې ميمو يا مراسلې پلټنې کوونکي عدالتي کميشن ددغه اسکينډل دمهم گواه او امريکائي وگړي منصور اعجاز دبيان دويډيو لنک په ذرعيه دريکارډ کولو فيصله کړې ده.
دبلوچستان هائيکورټ چيف جسټس قاضي فائض عيسي په مشرۍ کې جوړ شوي درې کسيز کميشن دجمعې په ورځ خپل جاري کړي امر کې وئيلي دي چې دکميسيون سکتر به لندن ته په تللو سره داعجاز څخه ددغه اسکيندل په اړه ثبوتونه ترلاسه کوي.
قانوني ماهران وائي پاکستان کې به دا لمړۍ موقعه وي چې په کومه عدالتي کارروايۍ کې به کوم گواه دويډيو لنک په ذريعه خپل بيان ريکارډ کوي.
پاکستاني نژاده امريکائي وگړي منصور اعجاز ته په نهمه فرورۍ دکميسيون په وړاندې دپيش کيدو امر شوى ؤ خو دهغه وکيل اکرم شيخ کميسيون ته وويل دامنيتي انديښنو له امله دهغه موکل پاکستان ته نۀ شي راتللى.
عدالتي کميشن پخپله تازه پريکړه کې وئيلي دي چې اوس به دلندن څخه په ٢٢مه فرورۍ منصور اعجاز دويډيو لنک په ذريعه خپل بيان ريکارډ کوي.
دصدر اصف علي زرداري سره دمنسوبې مراسلې خالق پخواني سفير حسين حقاني وکيل زاهد حسين بخاري کميشن ته وئيلي دي که چرې منصور اعجاز پاکستان ته رانۀ شي نو دهغه موکل به هم خپل راتلونکي بيانونه دويډيو لنک په ذريعه ريکارډ کوي.
حسين حقاني په روانه مياشت کې دسپريم کورټ څخه داجازت اخستو وروستو امريکا ته تللى ؤ، خو عدالت وئيلي وؤ که چرې دمقدمې داورونې په مهال دهغه دراغوښتو ضرورت شي نو هغه به پاکستان ته دراتللو پابند وي.
اخوا دميمو اسکيندل دپلټو کوونکې پارليماني کميټۍ مشر سينيټر رضا رباني وئيلي دي چې منصور اعجاز ته به دکميټۍ په وړاندې پيش کيدو سره خپل بيان قلمبند کول وي ، ځکه چې پارليماني کميټي ددې خبرې پابنده ده چې خپلې غونډې دپارليمان دودانۍ دننه وکړي.

